کور / سپورټي / دختيځ زون دمعلولينو لوبډله پاکستان ته دسياليو په موخه ځي

دختيځ زون دمعلولينو لوبډله پاکستان ته دسياليو په موخه ځي

دختيځ زون دمعلولينو لوبډله پاکستان ته دسياليو په موخه ځي
دکرکټ بورډ دختيځ زون امر قرارعزيزي  چې په ننګرهارکې دمعلولينو رياست ته دمعلولينو لوبډلې لوبغاړو سره دليدنې په موخه تللى وو،له نږدې يې ددغه لوبغاړو لپاره جوړه شوې اکاډمي هم وکتله او په ترڅ کې دننګرهار دمعلولينو چارو رياست ريئس پوهنيارعبدالحکيم شيرزاد سره هم ليده کاته وکړل او ددغه لوبډلې دپياوړتيا په موخه يې ترې دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
همدا رنګه نوموړي دمعلولينو لوبډلې ته ژمنه ورکړه چې پيښور ته به يې دڅو سياليو په موخه واستوي او ورسره به په مالي او سپورټي وسايلو برخه کې مرسته وکړي .
بل لورې دننګرهار دکرکټ بورډ دختيځ زون امريت دننګرهار مسؤل طيب اخونزاده وايي چې په ننګرهارکې يې دشپاړس کلنې لوبډلې دټاکلو په موخه دڅلويښتوشپاړس کلنو لوبغاړو ترمنځ درې يوه ورځنۍ سيالۍ نن پيل کړي او په ترڅ کې به ترې دننګرهار لپاره منتخبه شپاړس کلنه لوبډله وټاکي .