ملي امنيت رياست له پاکستاني سرتيرو د وسلو رانيوونى کس ونيوى

د لراوبر اداره | فبروري 19th, 2012


د کندهار ولايت دملي امنيت رياست منسوبينو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د عملياتو پرمهال هغه تن چي د پاکستان هيواد د وسلوالو پوځونو او دولتي چارواکو څخه يې لسګونه ميله وسلې رانيولي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره راوړي وې نيولى دى.
دغه کس تېره ورځ د ملي امنيت په رياست کي خبريالانو ته د وسلو سره يو ځاى وښودل سو او نوموړي له رسنيو سره د خبرو پرمهال پر خپل جرم اعتراف هم وکړى.
ددې کس تر څنګ تېره ورځ هغه نور پنځه تنه هم چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي د بيلا بيلو جرمونو په خاطر نيول سوي ول رسنيو ته وښودل سول.
په نيول سوو شپږو تنو کي دوه تنه د هلمند، يو تن د اروزګان او پاته درې تنه د کندهار ولايت اوسېدونکي دي چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي د ملي امنيت رياست د منسوبينو لخوا د عملياتو پرمهال نيول سوي دي.
په دې کسانو کي د عبدالصمد په نوم يو هغه تن هم شامل دى چي ٨١  ميله سپکي او درنې وسلې يې د پاکستاني پوځ او ملکي ادارې له يو شمېر منسوبينو څخه پلورلي او بيا يې افغانستان ته د جګړې لپاره راوړي وې.
پاته نور پنځه تنه هم چي د ملي امنيت رياست لخوا نيول سوي پر خپلو جرمونو يې د رسنيو په وړاندي اقرار وکړ او له دولته يې وغوښتل چي ورته عمومي بخښه اعلان کړي.
په دې کسانو کي د محمد رفيع په نوم هغه نفر هم نيول سوى چي د کندهار د هوايي ډګر لوري ته يې شپږ فيره راکټونه توغولي ول او هڅه يې کول چي په کندهار ښار کي امنيت ګډ وډ کړي.
د ملي امنيت رياست منسوبينو له دې وړاندي هم په کندهار ښار او ولسواليو داسي وسلوال چي په پاکستان کي روزنه ورکول سوې او رالېږل سوي ول نيولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024