خوست : د اداري مسولينو د راپور ورکولو اوونۍ پيل سوه
نن دکب دمياشتې په دوهمه نيټه دخوست والي عبدالجبارنعيمي په لارښوونه ، دادارو دمسوولينو لخوا د١٣٩٠لمريزکال دکړنوپه اړه، ولسونوته دلاسته راوړنو ،پرمختګونو اوشته ستونزو په تړاو دراپور ورکولو اونۍ پيل شوه.
په لومړي پړاو کې دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوي ګل حسن وليزي د١٣٩٠لمريزکال د کړنو،فعاليتونو ،لاسته راوړنو ،ستونزو اودراتلونکي کال دپلانونوپه اړه دخبري رسنيو په واک کې خپل معلومات ورکړل:ده وويل دلوړو زده کړو دوزارت په پاملرنې اودخوست ولايت مقام په همکارۍ سره په شيخ زايدپوهنتون کې دپام وړمثبت بدلون اوپرمختګ رامنځته شوى ،دمحصلينوشميره زياته شوې ،بهرنيوهېوادونوته دلوړ زده کړولپاره استادان اومحصلين ليږل شوي دي،دبيارغونې په برخه کې دانجونوپه ليليه سربيره يوشميرنورې پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې ،دوړتياوو دلوړاوي لپاره بېلابېل سمينارونه او ورکشاپونه هم جوړ شوي دي.دنوموړي په خبره چې مونږ هڅه کړي ترڅو دپوهنتون په تړاو په هره برخه کې نور هم پرمختګونه وشي ،او په دغه پوهنتون کې ټول ځوانان دمنل شويو معيارونوپربنسټ وروزل شي ،اوټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شي.دشيخ زايدپوهنتون رئيس درسنيو داستازو پوښتونوته هم ځوابونه ورکړل.
ورپسې دمخابراتو رئيس انجنيرګل حبيب شاه دروان لمريزکال په جريان کې دمخابراتورياست په فعاليتونواو اړونده پروژو دپلي کيدو په تړاورسنيوته معلومات وړاندې کړل.ده وويل چې دپخوا په پرتله دمخابراتي خدمتونوپه وړاندې کولوکې کې دپام وړپرمختګ راغلى اوپه دې برخه کې ډيرې پروژې ترکارلاندې دي ، مونږ هڅه کوو ،ترڅوپه دې برخه کې نور هم خپلو ولسونوته دخدمت وړاندې کولوپه موخه کار وکړو.چې نورهم په مرکز اولسواليوکې مخابراتي خدمتونه چټک شي.ده وويل ستونزې هم شتون لري ،خودهواري لپاره يې هڅې روانې دي.
ديادونې وړده چې دراپور ورکولو داونۍ په چوکاټ کې به هره ورځ دبېلا بېلو ادارو مسوولين دمهال وېش سره سم درسنيوله لارې خلکوته دخپلو کړنو ،لاسته راوړنو اوفعاليتونوپه تړاو معلومات وړاندې کړي.