د بشري حقونو سازمان : سادات به ترکې ته واستول شي

اسدالله زړه سواند | فبروري 21st, 2012


دافغانستان بشرې حقونو سازمان وایې هغه څوارلس کلنه ناوې، چې په هرات کې یی ځان سوزونه کړي، د درملنی لپاره نن ترکیی ته استول کیږي.

ددی سازمان مشر لعل ګل لعل ازادی رآ‌ډیو ته وویل، دغه نجلۍ چې سادت نومیږې د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسیدونکې ده، د خسر ګنې د ظلم له لاسه یی ځان سوزونه کړي، چې په کابل کی یی درملنه نه کیږي او درملنی لپاره به ترکیی ته واستول شی.

ښاغلی لعل وایې، دغه میرمنه چې د پلار لخوا د پیسو په بدل کی ورکړل شوی د خپلو ستونزو د هواری له امله مسوله ادارو ته مراجعه کړی وه خو چا یی غږ نه وو اوریدلی او له سختې ورځې یی د خلاصون لپاره ځان وژنه کوله.

ښاغلی لعل اندیښنه ښېې، چې په افغانستان کې د اقتصادی فقر، بی سوادۍ او د زوروکسانو لخوا افغان ښځی له سختو فشارونو سره مخامخ دي.

Copyright Larawbar 2007-2024