د پوليسو او ناټوپوځ په نښته کي ۴ البانيايانو ته مرګ ژوبله واوښته

د لراوبر اداره | فبروري 21st, 2012


د ملي پوليسو او ايساف ترمنځ په نښته کي څلورو تنو ايساف سرتيرو ته مرګ ژوبله واړوله
د افغان ملي پوليسو او ايساف سرتيرو ترمنځ تېره ورځ د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي لومړى لفظي شخړه او وورسته وسلواله نښته رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې د ايساف څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نښته تېره ورځ ماځيګر مهال د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د رباط په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي ملي پوليسو او ايساف سرتيرو په ګډه د سيمي په يوه ښوونځي کي له زدکوونکو سره د قرطاسيې مرسته کوله.
د تيري ورځي په نښته کي د ايساف يو سرتيرى چي د البانيا هيواد سره تړاو لري وژل سوى، دوه نور البانيان او يو بل امريکايي سرتيرى زخميان سوي دي.
په ياده نښته کي ملي پوليسو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى، خو وروسته په پېښه کي شامل پوليس د نورو پوليسو لخوا نيول سوي دي.
په سپين بولدک ولسوالي کي د تيري ورځ د پيښي په اړه يو ګډ کمېسيون ټاکل سوى او د علت په اړه يې پلټني پيل سوي تر څو هغه عوامل چي ددې پيښي په رامنځ ته کېدو کي يې مرسته کړې معلوم سي.
د تيري ورځي د پيښي په اړه د پيل سوي پلټني په لومړيو نتيجو کي معلومه سوې چي په ياده پېښه کي نه هم وسلوال طالبان او نه هم نوري ډلي شاملي دي او يوازي د خپل منځي مسايلو پر سره رامنځ ته سوې ده.
 د البانيايي سرتيرو لپاره د تيري ورځي مرګ ژوبله په افغانستان کي ددوى د ماموريت له پيل راهيسي تر ټولو لومړنۍ مرګ ژوبله ده.

Copyright Larawbar 2007-2024