ناټو وايي په سهېل کي يې يو سرتيری ووژل سو
د افغانستان په سهېل کي د ناټو يو سرتيری د جګړې له ډګره بهر وژل سوی دی ، دا خبره لراوبر ته د ناټولخوا په تازه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلې ده ، په خبرپاڼه کي د وژل سوي پوځي هويت او د پېښي دقيق ځای نه دی ښوول سوی . د يوه بل خبر له مخي تېره ورځ د کندهار په بولدک کي د ملي پوليسو او ناټو ځواکونو د لفظي شخړي له امله د ملي پوليسو افسر څلور البانيايي پوځيان ويشتلي دي چي يو يې مړ او درې نور زخميان سوي دي .