کور / تازه خبرونه / باگرام: قران ته د سپکاوی په اړه ولسي وګړو لاريون وکړ

باگرام: قران ته د سپکاوی په اړه ولسي وګړو لاريون وکړ

کابل ته نږدې د امریکايي ځواکونو د نظامي اډې مخې ته لاریون روان دی. څه باندې دوه زره قهرجنو افغانانو په باګرام نظامي اډه کې د قران د سپکاوي په اړه لاریون کړی دی. دوی وایي چې دننه اډه کې قران او نورو دیني کتابونو ته سپکاوی شوی دی. خو په باګرام کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن  له افغان ولسمشر او افغانانو د بخښني غو ښتلو تر څنګ ويلي چې په دې اړه یې څېړنه روان کړې ده. (( موږ په دې اړه څېړنه کوو، خو یوه خبره چې په ډاډ سره کولای شم هغه دا چې دا کار لاسي نه دی شوی)) .