کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا اسرایل کولی شي چې د ایران اتومي بټۍ ورانې کړي؟؟

ایا اسرایل کولی شي چې د ایران اتومي بټۍ ورانې کړي؟؟

د شپیګل انلاین څخه
ژباړونکی : کوشان ساپی


د اسرایل احتمالي هوايي برید د ایران په اتومي بټیو باندې راتلونکی دی. خو د متحده ایالاتو نظامي شنونکي وايي چې دا به د اسرایل له پاره یو اسان کار نه وي ، او که چېرې اسرایل ایران باندې برید وکړي نو متحده ایالات به مجبوره وي چې د اسرایل د هوايي بریدونو نظامي ملاتړ وکړي.


دا ټولو ته روښانه ده چې ایران په خپل اتومي پروګرام باندې په ډیره چټکتیا سره کار کوي او اسرایل د ایران اتومي پروګرام خپل سیاسي موجودیت ته ګواښ ګڼي. ځکه د ایران ولسمشر څو وارې په رسمي توګه د اسرایل د لمنځه وړلو ګواښنه کړې ده. له دې کبله اسرایل غواړي چې په هر قیمت چې وي د ایران اتومي پروګرام ودروي.


په تېرو لسیزو کې اسرایل دوه وارې په سیمه کې اتومي بټیو باندې برید کړی دی. د لمړي ځل له پاره اسرایل په ۱۹۸۱ ځېږدیز کال کې د عراق اتومي بټۍ ( اوسیراک ) باندې هوايي بریدونه وکړل او عراق یې مجبور کړو چې د خپل اتومي پروګرام نه لاس واخلي. همداسې په ۲۰۰۷ ځېږدیز کال کې اسرایل د سوریې اتومي بټۍ ( الکیبر ) والوزولې او سوریه یې مجبوره کړه چې د خپل اتومي پروګرام نه لاس واخلي.


د متحده ایالاتو نظامي شننونکي وايي چې ایران ، سوریه او یا عراق ندی چې اسرایل وشي کولی په خپل نظامي ځواک سره د ایران اتومي بټۍ لمنځه یوسي.


د متحده ایالاتو نظامي شننونکي ایران باندې د اسرایل د احتمالي برید په هکله یوه سناریو جوړه کړې ده. دوۍ وايي که چېرې اسرایل ایران باندې برید وکړي نو اسرایل باید د ۱۰۰ جنګي الوتکو سره په یو وخت برید پیل کړي. نوموړي جنګي الوتکې باید د اردن او عراق له لارې تر ۱۶۰۰ کیلو متره د ایران خاورې ته ننوځي او بېرته اسرایل کې کښېني. په دې توګه اسرایل باید ۱۰۰ دانې د تېلو ټانکر لرونکي الوتکې ولري چې جنګي الوتکو ته په هوا کې تیل ( کیروزین ) پمپ کړي. خو د اسرایل هوايي ځواګ دومره الوتکې نلري. له بلې خوا سره له دې چې د هوايي بریدونو په وړاندې د ایران دفاعي سیسټم ډیر زوړ دی، خو بیا هم ایران کولی شي چې د اسرایل جنګي الوتکې وولي.


د دې ټولو سره ـ سره اسرایل باید په یو وخت کې د ایران څلور اتومي بټۍ ( ناتان، فوردو، اراک او اصفحان ) چې هر یو تر ۹۰ متره د مځکې لاندې جوړ شوي، بمباردمان کړي. شننونکي ډیروي چې د پورتنیو اتومي بټیو د الوزولو له پاره لږ تر لږه تر ۲۰۰ ( جي بي یو ۳۱ ) ډوله بمونو ته اړتیا ده چې د اسرایل نظامي ځواکونه یې نلري.
شننونکي وايي چې متحده ایالات چې په یو ۱۴ ټنه بم باندې چې
Massive Ordnance Penetrator
نومېږي او په جوړولو باندې یې لا کار کوي ، هم نشي کولی چې د ایران اتومي بټۍ ورانې کړي.