کور / سپورټي / په کامه ولسوالي کي دکرکټ سيالۍ دوهم پړاو ته ننوتلې

په کامه ولسوالي کي دکرکټ سيالۍ دوهم پړاو ته ننوتلې

دننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې دکرکټ جوړې شوې سيالۍ دوهمې برخې ته لاره پيدا کړه .


دننګرهار دکرکټ مسؤل طيب اخونزاده وايي دغه سيالۍ چې د دوه ديرش لوبډلو ترمنځ ددې ولايت په کامۍ ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې وې دلومړۍ برخې په پاى ته رسيدو سره يې دوهمې برخې ته لاره پيدا کړه .


نوموړى زياتوي چې په دوهمه برخه کې له سياليو څخه شپاړس لوبډلې بهر شوي اوشپاړس پاتې لوبډلې به څوارلس اوريزې سيالۍ ترسره کړي .


دهغه په وينا دغه سيالۍ به لس ورځې نورهم دوام وکړي اوګټونکي لوبډلې ته به انعامات او کپونه هم ورکړي .


ددغه سياليو موخه په کامې ولسوالۍ کې دځوانانو ترمنځ يوالى اواتحاد برابرول دي .