حمدالله نازک:د زراعت دپرمختيا لپاره بندونو او برېښنا ته اړتيالرو
د کندهار ولايت د ډنډ په ولسوالي کي د زراعت د ودي او پرمختګ په منظور غونډه جوړه سوه چي پکښي د ډنډ او دامان والسواليو ولسوالان حمدالله نازک او حاجي سراج احمد، قومي مشرانو، د يادو ولسواليو د اولسي شورا غړو او يوشميربزګرانو ګډون کړي و.
حمدالله نازک غونډي ته په خپلو خبرو کي وويل چي د زراعت د ودي او پياوړتيا لپاره په تيرکال کي د سلګونو نيالګيو، اود سلګونو ټنوکمياوي سرو او تخمونو مرسته کړي او ډير ښه حاصل يي درلود او بزګران تري خوښ وو.
ده په خپلو خبروکي زياته کړه چي د بريښنا نشتون او د بندونو خرابوالي يي د زراعت د لا ودي مخه نيولي او ډيري منفي اغيزي يي لرلي دي.
د دامان ولسوال حاجي سراج احمد په وينا چي د کاريزونه او بندونه بيا رغوني ته سخته اړتيا ده کوم چي د زراعت د ودي لپاره ډير مهم دي.
د يادو ولسواليو خلکوخپل حاصلاتو ته د لابازار موندني غوښتنه وکړه او زياته يي کړه چي د نيالګيو، تخمونو او نورو اړينو توکو مرستي ورسره وسي .