روحاني شخصيت سيدعبدالظاهر اغا په حق ورسېد

د لراوبر اداره | فبروري 21st, 2012


د کندهار ولايت ملي او روحاني شخصيت ، شاعر او مخور سپين ږيرئ سيد عبدالظاهر اغا تېره شپه د ورپېښي ناروغۍ له امله په ورسېدئ . د نوموړي پر مړينه د کندهار د سپين ږيرو او مشرانو تر څنګ د دې ولايت والي پوهنوال توريالي ويسا ، نوميالي څېړونکي او ليکوال محمد معصوم هوتک او ځوانو فرهنګيانو خپله ژوره خواشيني څرګنده کړيده .


ښاغلي محمدمعصوم هوتک په دې اړه په خپل پيغام کي ليکلي دی چي دوخت دواکمنانوپه مخ کي به ئې په زړه ورتوب سره دخیانت اوبې عدالتیوپرضدویناوي کولې، شعرونه ئې ویل. په قومي اووطني موضوعگانوکي به ئې دیوه ثالث بالخیراومنصف منځگړي په توگه فیصلې کولې اوخلکوبه دده دفیصلودرناوی کاوه. سیدعبدالظاهراغادکندهارپه قومي مشرانوکي ترټولومنورشخصیت وو. دوینا، خطابې اوشعرویلوقابلیتونه ئې درلودل. افسوس، چي مرګي راڅخه واخیست.


لراوبر ويبپاڼه هم د هيواد د يوه مخلص او خدمتګار شخصيت پر مړينه خواشيني څرګندوي ، له لويه خدایه د مغفرت دعا ورته کوي او ټولو دوستانو او کورنۍ ته يې د لوی خدای له درباره دجميل صبر غوښتنه کوي .


لراوبر ويبپاڼه هڅه کوي چي د نوموړي ژوند ليک هم پرليکه کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024