کابل: د قرآن سوځېدو خلاف ۱۴ لاريونکوونکي زخميان سويدي
په بګرام کي تر پرونيو لاريونونو وروسته نن په کابل کي هم زيات شمېر خلکو په بګرام کي دقران کريم د سوځولو پر خلاف په لاريون لاس پوري کړی چي د لومړنيو معلوماتو له مخي د پوليسو لخوا پرلاريون کوونکو په ټکانو کي تر اوسه ۱۴ لاريون کوونکي زخميان سوي دي .
تېره ورځ په افغانستان کي د ايتلافي او ناټو قواو قومندان جنرال الن ددې پېښي له امله بخښنه وغوښته او ويې ويل چي دا پېښه په هيڅ صورت اسلام ته د سپکاوي يا په قصدي توګه نه ده رامنځته سوې .
دغه پېښه پرون هم د يو شمېر لوړرتبه دولتي چارواکو او ددولت د وسله والو مخالفينو له خوا په شدت سره غندل سوې وه .