کور / کیسه / بهترين انصاف

بهترين انصاف

بهترين انصاف
عابده عنايت
ژباړه :: محيب رحمتي


د سلطان محمد غزنوي له نوم سره خو ټول بلد يو، هغه يو زړور بادشاه و، هغه
په هندوستان باندي 17 واره حملې كړې دي او په هره حمله كي بريالى سوى دى
د محمد غزنوي په دور كي د غزني يوه قاضي ته د هغه يوه تاجر ملګري له روپو
(سكو) ډكه كڅوړه د امانت په ډول كېښوده، په خپله د كاروبار لپاره كوم بل
هيواد ته لاړ، كله چي بيرته راغى له قاضي يې بيرته خپله كڅوړه وغوښته،
قاضي كڅوړه وركړه او ورته وې ويل :
– وې ګوره، څنګه چي تا بنده كړې وه هغسي بنده ده
تاجر ښه وكتله كور ته لاړ، كله چي يې كور كڅوړه خلاصه كړه د د روپو په
ځاى د اوسپني سكې پكې وې، قاضي ته راغى ورته وې ويل :
– په دې كي چي كومي روپۍ وې هغه چېري دي؟
قاضي ځواب وركړ :
– وروره! څنګه چي تا بنده كڅوړه راكړې وه هغسي مي دركړه، زه څه خبر يم چي
په دې كي روپۍ وې كه د اوسپني سكې
تاجر سلطان ته ورغى ټوله كيسه يې ورته وكړه، سلطان پوه سو چي تاجر رښتيا
وايي، خو د دې خبري هيڅ ځواب نه و چي په بنده كڅوړه كي د روپو په ځاى د
اوسپني سكې څنګه راغلې؟ سلطان ورته و ويل :
– ته دا كڅوړه پرېږده او ماته د انصاف لپاره څو ورځي وخت راكړه
تاجر هغه كڅوړه سلطان ته وركړه او لاړ
سلطان څو شېبي فكر يووړ، بيا يې په مېز پرته غالۍ له يوې خوا په چاقو پرې
كړه، له هغه وروسته يې دستي حكم وكړ چي موږ ښكار ته ځو، سلطان ښكار ته
روان سو
د بادشاه له روانېدو وروسته چي كله وزېران او نور بيرته راغلو هغوى د
شاهي تخت غالۍ له يوې خوا پرې وليده، حيران سو، ټولو دا سوچ كاوه چي اوس
څه وكړي؟ كله چي سلطا درې ورځي وروسته له ښكاره راسي او خبر سي چي غالۍ
پرې ده نو خداى خبر چي د چا، چا به اجل راغلى وي، هغوى په همدې فكر كي و
چي يوه و ويل :
– تاسي ولي فكر كوئ، احمد ګنډونكى راوغواړئ، هغه به يې داسي وګنډي چي د
بادشاه فرښتې به هم نه سي خبري چي دا پرې سوې وه، احمد يې راوغوښت ورته
وې  ويل :
– څومره چي ژر كېږي داسي يې وګنډه چي څوك پرې پوه نه سي چي دا دي ګڼدلې
وي، احمد كار په دوو شپو كي بشپړ كړ
درې ورځي وروسته چي بادشاه راغى هغه غالۍ يې روغه وليده، بادشاه خپله هم
نه پوهېده چي دا يې له كومي خوا ګنډلې ده، بادشاه خپلو وزيرانو ته و ويل
:
–  دا غالۍ څيري سوې او بيا ګنډل سوې ده
وزيرانو قسمونه كول چي داسي نه دي سوي، سلطان و ويل :
– ما په خپله دا غالۍ څيري كړې وه، راته وواياست چي دا چا وګنډله ؟
بادشاه ته و ويل سول چي دا احمد ګنډونكي ګنډلې ده، سلطان احمد راوغوښت او
هغه كڅوړه يې ورښكاره  :
– دا وګوره! دا كڅوړه خو به د ګنډلو لپاره تاته نه وي در وړل سوې ؟
احمد په اول كي انكار وكړ بادشاه بيا په خواشيني ترې وپوښتل،  احمد و ويل :
– هو، دا كڅوړه فلاني قاضي ماته راوړه ما ور جوړه كړه
بادشاه دستي قاضي راوغوښت، ورته وې ويل :
– د تاجر روپۍ دستي وركړه، كني سخته سزا به در كړل سي
آخر قاضي هغه اشرفۍ راوړې بادشاه ته يې وركړې، بادشاه تاجر ته وركړې،
قاضي يې له دندي ګوښه كړ،  مقدمه اوسزا يې وركړه .