دسوات موزیم بیا جوړېږي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 23rd, 2012


پېښور:د سوات د لرغونو آثارو موزیم بیا جوړولو کار د اټلي حکومت په مرسته پيل شو چې د یوه کال په موده کې به سر ته ورسېږي.د سوات په سیدو شریف کې دلرغونو آثارو موزیم ددغه ریاست د والي په وخت کې جوړ شوی وو چې په ۲۰۰۹م کال د وسله والوطالبانو لخوا وران کړل شو.له دې وروسته حکومت ددغه موزیم ګڼې لرغونې نمونې چې پکې د ګندهارا لرغونې هنري نمونې هم شاملې وې د یو شمېر نورو هغو په ګډون د پېښور او ټېکسلا موزیمونو ته وړل شوي وو.
ددغه پروژې مشري د اټلي حکومت یو استازی ډاکټر لوکا ماريا کوي.دی وايي چې د دوی هیواد د سوات والي له وخته ددغه موزیم مالي مرسته کوي او اوس یې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴م کال پورې په سوات کې د یو شمېر لرغونو ځایونو ساتنه او یو موزیم جوړوي.دغه نوی موزیم به د مخکینۍ نقشې له مخې جوړېږي چې یې د خیبر پښتونخواصوبايي وزیر سیدعاقل شاه د کار بنیاد کېښود.هغه وویل چې ددغه نوي موزیم له جوړېدو سره به نه یوازې ددغه سیمې لرغوني تاریخي آثار خوندي شي بلکې د سیلانیانو راتګ هم سیوا شي او د ځايي خلکو روزګار به پراخ شي.د سواستوآرټ او کلچر ټولنې مشر عثمان ولسیار وايي ، چې دسوات موزیم د افغانستان د باميانو وروسته دویمه لویه لرغونې شتمني ده، او دلته دبدها دپښود خپ نمونه پرته ده چې دا دبدهامذهب منونکولپاره ډيره مقدسه ده.د هغه په خبره موزیم د يوقام کلتور انځوروي او د بیا جوړول کار یې ستاینې وړ دی.

Copyright Larawbar 2007-2024