سردار اختر جان مینګل :دا ښه قدم بولو

د لراوبر اداره | فبروري 24th, 2012


سردار اختر جان مینګل :دا ښه قدم بولو
دبلوچستان پخواني وزیراعلی او بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر جان مینګل په خپله یوه ځانګړې مرکه کی د پاکستان لخوا په امریکا کې د بلوچستان پر خپلواکۍ وړاندې شوي قرارداد باندې اعتراض بې ځایه بللی.
اختر جان مینګل وویل زه په دې خبره حیران یم چې ددې قرارداد پر کوم ټکې د پاکستان اعتراض دی. که چیري ددوی اعتراض په حق خود ارادیت باندې دی. نو دا بلوڅو په خپله نه دی جوړ کړی. بلکې د اقوام متحده په لومړي چارټر کې دا ویل شويدي. چې هر قوم ته حق خود ارادیت حق حاصل دی. او که چیري ددوی اعتراض په بلوچستان باندې وي نو دا هم هغه بلوچستان دی چې ټول پاکستان يې له لومړۍ ورځې راهیسې لوټي. لاکن ددې دبلوچستان خپل وګړي تر ننه پوري وږي دي. که چیري ددوی اعتراض په حق خودارادیت او بلوچستان دواړو باندې دی. نو زه له دوی څخه دا پوښتنه کوم چې پاکستان همدا ټکی او نعره د کشمیر لپاره کاروي نو سمه ده اوکله چې دا ناره د محکوم او مقبوضه بلوچستان لپاره کارول کیږي نو دوي ته ولي تکلیف دی..
ددې پوښتنې په ځواب کې چې په خپله د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم رئیساني هم په دې سخت تشویش څرګند کړی. نو اختر جان مینګل وویل : ((کوم خلک چې دا وخت په حکومت کې دي یا د حکومت ملګري دي هغوی خو خپله نوکري کوي. او هغه به کله هم داسي خبره برداشت نه کړي چې ورڅخه ددوی نوکري ته زرر ورسي. تر کومه ځايه چې مجموعي د بلوچستان د خلکو خبره ده نو هغه به د يوه منټ لپاره هم دباکستان سره ونه اوسي. او ددې لپاره ښه طریقه دا ده چې د اقوام متحده يا يورپي يونین تر سیوري لاندې دي له خلکو څخه وپوښتل شي. که بیا هم د بلوچستان خلکو اکثریت وویل چې موږ له پاکستان سره اوسو نو ماته هیڅ اعتراض نشته.
مینګل صیب! خلک تردې قرارداد وروسته دا وايي چې په بلوچستان کې هغه حالات نه وو چې د خپلواکۍ قرارداد دي وړاندې شوی وای. آيا په بلوچستان کې داسي حالات وو یا دي چې بلوڅ له آزادي ماسیوا اوسیدای نشي؟
کله چې د يوه قام تاریخ مسخ کړل شي. لکه چې د يوه قام په ثقافت باندي پابندۍ ولګیږي. کله چې يوه قام ته ویل کیږي چې په دې ملک کې ستا هیثیت د يوه غلام په هیث دی. کله چې په يوه قام باندي د انصاف ټولي دروازې بندي کړل شي. او هغه قام د مایوسۍ هغه حد ته ورسیږي. چې هغه روزګار خو پرېږده د دوه وخت ډوډۍ لپاره هم محتاجه وي. نو بیا د آزادی حق د خدای په قانون کې هم ورکړل شوی دی او د دونیا په قانون کې هم
سردار اختر جان مینګل صیب! په امریکا کې تر ولسي اورېدني وروسته د پاکستان وزیراعظم سید يوسف رضاګیلاني دبلوچستان په ستونځه ټول ګوندیز کنفرانس رابللی دی. تاسو یا هم ستاسو ګوند به په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې ګډون کوي او که یا؟
زه له وزیراعظم ګیلاني څخه خواست کوم چې دومره بیړه دي نه کوي. په څلور کاله ده ته دبلوچستان ستونځه ورپه یاد نه شوه. اوس يې د حل خبري کوي. هغوی ته دا کول په کار وو، په لومړۍ ورځ چې کله هم گیلانی حکومت راغلۍ نو دبلوچستان په ستونځو يې ټول ګوندیز کنفرانس را بللی وای. خو بدقسمتي دا وه چې دوی پخپلو شوکو غلاګانو بوخت وو. دوی ته بلوچستان هله ورپه زړه شو چې په یوه بل ملک کې د بلوچستان د وګړیو ږغ واورېدل شو. تر کومه ځايه چې په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې زموږ د ګوند د ګډون خبره ده نو زموږ ګوند نه هم تر اوسه په داسي يوه کنفرانس کې ګډون کړی دی او نه به يې هم وکړو.
په خپلو خبرو کې سردار اخترجان وویل،)) د بلوچستان د خپلواکۍ په اړه چې کوم قرارداد وړاندي شوی دی. موږ دا يو ښه قدم بولو چې له تیرو څلور شپیته کالو راهیسي چې په بلوچستان کې کوم ظلم او زیاتی روان وو. کم از کم په امریکا کې د کانګریس دې غړي میړانه وښودله او د بلوچستان د خپلواکۍ قرارداد يې وړاندي کړ. اوس دا بیله خبره ده چې دا قرارداد تر کومه ځايه ځي. په دې باندي بحث کیږي که نا؟ دا وروسته خبره ده. خو موږ وايو چې دبلوچستان د خلکو ږغ چې په پاکستان کې نه اورېدل کیدۍ. کم از کم د امریکا تر ايوانونو پوري خو ورسیده .

Copyright Larawbar 2007-2024