کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قرآن کریم امریکایانو سوزولی، مړه پکې افغانان شول

قرآن کریم امریکایانو سوزولی، مړه پکې افغانان شول

څنګه چې د سیاست مینوال ټول خبر دي ، د بګرام په اډه کې د امریکایانو لخوا د قرآن کریم د سوځولو له کبله د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وشول او د لاریونونو په ترڅ کې بـــــــــیا په لسهاوو لاریونکوونکي مړه او ډیر نور ټپیان شول.


ما ته تل دا پوښتنه پیدا کېږي چې دا لاریونونه د څه له پاره او ګټه یې چا ته رسېږي؟؟
ولې دغه لاریونکوونکي د خپل هیواد د اشغال په وړاندې او د هویت د ساتلو له پاره لاریون نه کوي؟؟


بهرني وسلوال ( که دا لویدیځوال دي او یا عربوال ) په خپل سر او خوښه د هیواد په ګوټ ـ ګوټ کې بمبارۍ کوي، کورونه لټوي، ښځې تلاښي کوي، انجینیر، ډاکټر، ژونالیست او ښوونکی در ته وژني او ډیر داسې نورڅه چې اصلاً باید له دې کبله لاریونونه وشي. خو زمونږه هیوادوال یواځې دیني مقدساتو ته د سپکاوی له کبله له خپلو کورونو نه وځي، خو د خپلواکۍ او د هیواد اشغال په وړاندې په خپلو کورونو کې د خپلو میندو او ښځو په غېږې کې پراته دي. دا نو هماغه کیسه شوه چې وايي ځوی مې راته مړ کړه، کور مې راته وران کړه، ښځه مې راته تالاشي کړه ، زما په خاوره دې خپله خېټه واچوه ، خو قرآن کریم ته سپکاوی مه کوه.


په داسې یو حالت کې چې هیواد اشغال دی او ملا، مولانا، مولوي او ولسمشر د پردیو لخوا ټاکل کېږي، د قرآن کریم سوځېدل او یا نسوځېدل نه اسلام او نه مسلمانانو ته تاوان رسولی شي. هغه څه چې زموږ له پاره لوی تاوان دی هغه د هیواد اشغال دی.


زه د دې لاریونکوونکو نه هیله کوم چې احساساتي کېږئ مه، ځکه لویدیځوال پوهېږي چې مسلمانان احساساتي خلګ دي او دوۍ ستاسي له احساساتو ځان ته ګټه پورته کوي. په عراق کې یې شییه او سوني یو په بل باندې اچولي او لویدځوال یې تیل ورته غلا کوي. دلته په افغانستان کې قرآن کریم سوځوي ، تاسي په لاریونونو مصروفوي او شا ته دې درته د هیواد د تجزیې پلانونه جوړوي.


زه غواړم دومره ووایم چې ، تر هاغه چې هیواد مو د لویدځوالو لخوا اشغال دی، خپل دین نشو ژغورلی. او تر هغه چې هیواد مو د عربو لخوا اشغال دی، خپل هویت هم نشو ژوغورلی.
نو ښه دا ده چې لمړی هیواد وګټو، بیا دین او هویت.


په  درنښت