کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ته یې مه کړه چی دا څه کړی ؟

ته یې مه کړه چی دا څه کړی ؟

د ۲۰۱۲ عیسوی کال د جنوری له ۱۵ نیټی څخه راپدی خوا چی د امریکی د متحده ایا لاتو سوله ساتونونکو پوځونو د طالبانو په مړیو سمبولیکی میتیازی وکړی , پوره شپږ اونی لا نه دی تیری شوی چی د افغانستان د اسلامی  جمهوری ریاست د مقر ، د افغانستان پارلمان ، وزیرانو شورا او خصوصا په کابل کی د افغانستان د اسلامی احزابو او مجاهدینو د مشرانو د کورونو او دفترونو په تقریبا دیرش کیلومتری کی د امریکی د متحده ایلاتو په پوځی اډه بګرام کی بيا هم همدغو سوله ساتونکو د قران عظیم الشان څو نسخی وسیځلی.


ددغو بی حرمتیو څو ثانیه یی خبرونه د نړی خلکو ته د بیلابیلو تلویزیونی اورادیویی چینلونو له لارو په لنده توګه ورسول شول چی سرلیک یی د افغان دحکومت لخوا اعتراض او د نړیوالو ځواکونو دمشر لخوا د دغی موضوع د بشپړی څیړنی وعده وه.


 دغه عمل  په غیر ممستقیمه توګه  په نړی کی د اسلام دښمنو زړونه ساړه اود نړی د رښتینو مسلمانانو روح یی هم ټپی کړه.


که څه هم له لویدیځ حکومتونو او د دوی له رای ورکونکو ، سیاسی شخصیتونو ، پوځی یونیفرم لرونکو ، نړیوالو سازمانو او حتی خپله له هغو افغانوڅخه چی په دموکراسی ایمان او باور لری او لاتراوسه هم پدغه لار کی خپل ناولی هدف ته د رسیدو لپاره خپلی خونړی مبارزی ته دوام ورکوی له داسی  اعمالو څخه پرته بله کومه هیله هم نه کیږی ـ خو بیاهم په دی ارزی چی د افغانستان له هغه سپیڅلی او با دیانته ولس سره  خپله د زړه خبره شریکه کړو چی د امریکایی چورلکو تر ډارونکو پروازونو لاندی یی د فلسطینیانو په څیر د ډبرو په ګوزارونو خپل اعتراض څرګند کړ.


دغه مظاهری چی په سمندر کی یو څاڅکی و ، دا سوال را پیدا کوی چی ایا د افغانستان په اسلامی جمهوریت کی یواځی څو زره تنه عادی وګړی مسلمانان دی او بس ؟


اصلی پوښتنه خو داده چی د مجاهدینو مشران ، د اسلامی شورا غړی ، د جوماتونو ملا امامان چی نورو خلکو ته ځانونه د اسلامی ارشاد معلمین ورپیږنی ، اوخلاصه د افغانستان هغه واکداران چی د افغانستان په ملی سرود کی د الله اکبر ناری وهی چیری دی چی یواځی څو زره تنه عادی افغانان یو څو ساعته مرګ په امریکی ناری کړی او بس ؟


 تر ټولو لویه پوښتنه داده چی ایا افغان ملی پولیس مسلمانان نه دی چی هغه مظاهره چیان چی د قران دفاع کوی هغه وژنی ؟


 ایا د  افغانستان اسلامی جمهوریت ، اسلامی نظام ندی چی په مظاهره چیانو د ډزو قومانده ورکوی ؟


زما لپاره  په رښتیاهم دغه معما  حل نشوه چی خپله د سعودی عربستان ، عربی امارات ، مصر او داسی نور عربی شیخان چی اسلام یی په خاوره کی زیږید لی دی په داسی وختونو کی چیری وی چی افغانان خپل ټټر د امریکایی مرمیو لپاره سپر کړی وی .


عربی شیخان  خو په نړی کی د جهاد لپاره مظلوم ترینه ځوانانو ته ټوپک په لاس کی ورکوی او  د       ( بی ۵۲ الوتکو ) په مقابل کی یی د مرګ منګولوته ورسپاری .مګر همدغه له ځانه بی خبره افغان مجاهدین نه ول چی د معمرالذافی په مقابل کی یی له پرنګی او امریکایی سرتیروسره اوږه په اوږه په لیبیا کی جهاد وکړ؟


ایا همدا اوس  په ملګرو ملتونوکی د افغانستان د خلکو په نامه د سوریه د حکومت پر ضد رای نه ورکول کیږی ؟ او د سوریه د بی ګناه ماشومانو د قتل په دسیسه کی یی د افغانانو لاس ندی را ښکیل کړی ؟


سوال دادی چی په ملګرو ملتونوکی دغه ښاغلی د چا په اشاره د افغانستان استازی توب کوی ؟ او هغه هم داسی استازی توب چی د حق پر ضد د باطل تر څنګ دریږی .زه ګمان کوم چی د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه بد بختی داده چی دغه مظلوم او مسلمان ملت په یوه او د ملت استازی یی په بله روان دی.


ګمان کوم  چی دا به ډیره ساده خبره وی چی څوک واوری  او وګوری چی ترمخ یی څه تیریږی ، خو دا خبره به یوڅه ګرانه وی چی پوه شی چی په راتلونکی کی به څه را پیښیږی؟


 که د  افغانانو لپاره خبره داوی چی ته یی مکړه چی دا څه کړی ؟ نو زه ویریږم چی هغه وخت به بیا ډیر ناوخت وی چی د افغانستان خاوره د امریکی په پوځی اډه بدله شی ، دغه خطر ناشونی ندی دا ځکه چی د افغانستان تش په نامه خپلواکی ، د افغانستان بی زیربینا اقتصاد ، د افغانستان دپوځ د بودجه او قوامانده په بهرنیو پوری تړل ، په افغانستان کی د اتومی پروګرام هوس ، ټولی هغه نښی نښانی دی چی د افغانستان غافل ملت یی کپیتالیزم د نوی استعمار د بلا خوله ته ورکړی .


یوځل له ځانه سره داسی فکر وکړی چی د اتومی  پاکستان ، اتومی هند ، اتومی  ایران ، روسیه او چین په مینځ کی چی افغانستان د امریکی او برطانیی استازی توب کوی ایا دغه هیواد به په خپل لاس خپل ځان د توری بلا خوله ته نه وی ورکړی ؟


افغانستان په داسی وخت کی د امریکی ـ انګلستان په لکی پوری ځان تړلی دی چی له نړیوالو  دوستانو څخه یی دښمنان په نړی کی څو برابره غښتلی او ډیر شوی دی او دا خبره هم له پامه مه غورځوی چی نړی همدا اوس د پرده تر شا د نړیوالی جګړی د خطر په باب خبری کوی.


زه ګمان کوم  چی افغانستان باید تر ۳۰ کلنی ځان وژنی وروسته په سد راشی او د خپلی تاریخی عنعنوی بی طرفی موقف غوره کړی او په افغانستان کی دننه ملا صاحبان جومات ، ډاکتران روغتون ، شونکی ښونځی ، بزګر کروندی ، او ملی سیاست والو ته هم جمهوری ریاست ته د ننوتو اجازه ورکړو تر څو دغه هیواد بیرته خپل ملی شرافت او هویت احیا کړی .