افغانستان:يو شمير هندي سريالونه بند شول.

35 | مارچ 31st, 2008


يو شمير دشخصي ټلويزونونو ځيني هغه هندي سريالونه چي افغاني کلتور سره برابر نه دي او افغاني کلتور ته زيان رسوي دافغانستان داطلاعاتو کلتور او د افغانستان دعلماوو دشورا لخوا د ١٣٨٧ کال دحمل دمياشتي له پنځه ويشتمي نيټي نه وروسته ځيني لاندي سريالونه دنشر څخه بند کړل.
چي په اريانا ټلويزيون کي د( کوم کوم )، په طلوع ټلويزيون کي د (زماني خشو هم عروس بود) او د (امتحاني زندګي)، له نورين ټلويزيون څخه د (درانتظار) او له افغان ټلويزيون څخه د (دزد بغداد) سريالونه دي.
دا په داسي حال کي ده چي په شخصي ټلويزونونو ډير ځله دحکومتي چارواکو لخوا ګڼي نيوکي شويدي چي يو له هغو څخه دطلوع شخصي ټلويزيون دي چي ډير ځله يي داسي ځيني بنديزونه او نيوکي پري کړي دي خو هيڅ ځاي يي نه دي نيولي ددي پريکړي عملي کول به هم وخت وښيي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024