کور / نثر / لسګوني وصيتونه

لسګوني وصيتونه

ليكنه: دكتور علي احمد علي
ترجمه: زاهد جلالي


په دې كې شك نشته چې برياليتوب دانسان په ژوند کې ډېر مهم رول لوبوي,كه په كار کې وي او كه په ورخني ژوند کې خو برياليتوب ته رسيدل څه اسانه كار ندي.
دغه لسگوني وصيتونه ستاسي مخي ته  ږدو هيله ده چې ستاسي سره په عملي ژوند کې هم كاري وکړي:
۱-كوښښ كوﺉ چې ځان و پوهوﺉ:
ددې امكان شته چې يو انسان خپله پوهه زياته كري, ددې هم امكان شته په مشكلاتو ځان وبوهوي خو ځان بر دې وبوهوه چې مشكل څرنګه حل كرې او ددي لپاره چې مشكل ښه حل شي بايد د ايجاد په عواملو فكر وكړې پدي طريقه كولاي شو مشكل ښه حل كړې.
٢-خپل فكر په منظم ډول عادت كړﺉ:
په منظم ډول فكر كول ډېر مفيد دي كه څوك ډېر ه مطالعه وكړي او ډېر كتابونه هم ووايي نوهيڅ مشكل به يې حل نشي ترڅو په منظم ډول فكر ونكري. داهم دمشکلاتو په حلولو کې مهم رول لوبوي.
٣-خوشبيني اوسئ:
خوشبيني توب انسان برمختګ ته هڅوي ، ستړيا لري كوي. كه څوک غواړي چې ژوند يي ښه شي نو راتلونکې ته دي تبسم وكړي.
٤-دخلكو احساساتو کې ځان شريك كړﺉ:
داهم ډېر ضرور دي. بايد دخلكو په خوښۍ او خفگان کې برخه ولرﺉ دخلكو مشكلات واورﺉ او دحل لارې ورته ولټوﺉ خلاصه دا چې په ټولو ورځنيو تعاملاتو کې له خلكو سره همغږي اوسئ.
۵-دتكبر څخه ځان وساتئ:
ځينې خلك داسي فكر كوي چې دوي پر هر څه ښه پوهېږي ، له انتقاد څخه پورته دي دوي ددې غلط فكر په لرلو دنصيحت دروازې په خپلو غوږو تړي.
متكبر كس هميشه دخلكوسره بد وي, لږ ملگري لري.
۶-له ناكامۍ څخه مه مايوس کېږﺉ بلکې له هغې څخه دتجربې په حيث استفاده وكړﺉ:
داسې كسان لږ دي بلکې هېڅ نشته ، چې هېڅ ناكامي ونلري او ټول عمر كامياب وي.
نو كله چې له ناكامۍ سره مخ کېږﺉ نو مه مايوس کېږﺉ بلکې په هغي کې ځان ته داسي عبرت پيداكړﺉ چې نور مو له ناكامي څخه ليرې كړﺉ.
۷-له ورځني اخبارو څخه ځان خبروﺉ:
د مكتب زدكړي دننه دټولګيو زدكړه او دﮊوندون زده كړې ډېر فرق لري مهمه داده چې دوامداره مطالعه وكړﺉ او له ورخني اخبار څخه ځان خبر كړﺉ دخلكو دمواقفو څخه ځان خبر كړﺉ په دې کې مو تجربه لاسته راځي.
۸-خوره ﮊبه ولرﺉ او لږ خبري كوﺉ:
ښه خبره صدقه ده,ښه خبره کې داسي جادو دی چي په خلكو ښه تاثير كوي اوكه ځان په دغو خبرو ځان (مهرباني وكړﺉ! يا هيله كوم)عادت کړﺉ بيا به وګورﺉ چې خلك به ستاسو له توقع څخه درته زيات احترام وكړي. بايد ته هم دخلكو خبرې ښه په سړه سينه واورې او ترهغې چپ کیننی ترڅو د هغه په خبرو وپوهيږې.
۹-په هركار کې د منني په هيله مه اوسئ:
خلكو ته دخير كار دوامدار كوﺉ اوهيڅ كله هم د منني په تمه کېږﺉ مه ، اكثره خلك داسې دي چې څوک ورته هدايت ورنكړي خپله هيڅ كار نكوي په داسې حال کې چې مال هم ورسره وي. نو تاسي يو د خير كار كوﺉ او دخلكو سره همكاري كوي.
∙١-وپوهيږﺉ چې خلك يوشان نه دي:
په هرچا کې فردي فرقونه شته, ددووكسانو عادت يوشان نه دی. خلك مختلف دي ، په شخصيتونو کې اختلاف شته چې ته بايد دا مراعات كړې او له ټولو انسانانو څخه ديوشان معاملې توقع مه كوﺉ, دافكر مه لرﺉ چې ټول انسانان به يوشان موقف لري.
په دې کې شك نشته چې دافرقونه به تا يوښه معامله كوونکی كړي او همداسي معامله به درسره کېږي.
په اخر کې كه رښتيا دبريالي ژوند غواړﺉ نو د لسګونو وصيتونو سره سره ښه اخلاق,صداقت,امانت داري او تقوی ولرﺉ اوهميشه دا احساس لرﺉ چې څرنګه خلک درسره معامله وکړي هماغه شان معامله ورسره ته هم وکړې .