کور / تازه خبرونه / پکتيکا: د خبريال ساديم خان وژونکي دي ونيول شي

پکتيکا: د خبريال ساديم خان وژونکي دي ونيول شي

نن یک شنبه د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ سلګونو اوسیدونکو د ځايي خبريال بهادرزي وژنه د سولیز لاریون په ترڅ کې وغندله.
د اورګون سلګونو اوسیدونکو، مداني ټولنو او خبریالانو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د سیمیزې (میلمه) راډیو مسئول او په نوموړي ولسوالۍ کې د ځوانانو د ټولنې مشر او بنسټ اېښودونکي سادېم بهادرزي وژنه وغندله.
لاریون کونکو چې د ځان سره یې د سادېم خان بهادرزي انځورونه لیږدول په امنیتي اورګانونو غږ وکړ چې د ارواښاد قاتلین پیدا او د قانون منګلوته وسپاري .
ارواښاد سادېم خان تیره اونۍ د نا مالمو کسانو لخوا د چاړو په ضربه خپل کور ته نیږدي وژل شوى وو.