کور / اسلامي / د لمانځه طبي ګټې

د لمانځه طبي ګټې

لمونځ د عصبي علاج یوه وسیله


لمونځ او د هډوکو تقویه کېدل


د نفس او بدن لپاره شفا


 


 


 نویو علمي څېړنو ښودلې چې د مسلمانانو د لمنځونو پنځه واړه وختونه د بدن لپار ه د سیکالوجي (اروا پوهنې) فعالیت له وختونو سره یوشان دی، په دې معنا چې په دې سره د ټول بدن د فعالیت چارې تنظیمېږي.


د ډاکټر زهیر رابح په  په لمانځه شفا غوښتل نومي کتاب کې راغلي چې: کوتیزون چې د انسان په جسم کې د فعالیت هرمون دی، د لمانځه د وخت راتلو پرمهال تر نورمال حالت ډېر زیاتېږي او ترڅنګ یې د وینې نارمل حالت او په وجود کې تګ راتګ هم تنظیمېږي.


د ګهیځ لمونځ


له دې کبله انسان د سهار له لمانځه وروسته د شپږ او نهو بجو ترمنځ انسان د لا ډېر فعالیت احساس کوي. همدا لامل دی چې له لمانځه وروسته دا وخت د کار کولو تر ټولو ښه وخت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي، چې ترمذي او ابن ماجه او امام احمد یې روایت کړی دی: (( اې زما ربّه، زما  امت ته په وختي کارونو کې برکت واچوه )). 


همدارنګه، په دې وخت کې په هوا کې د اوزون غاز درجه هم لوړېږي، دغه غاز د انسان پر عصبي سیستم، ذهني او د عضلاتو پر فعالیت اغېز لري، او سهار ناوخته بیا برعکس نتیجه لري، داسې چې کورتیزون کمېږي او کچه یې تر وروستۍ ټيټې درجې رسېږي، انسان د فشار او د ارامۍ اخیستو احساس کوي، دا حالت انسان ته له وختي ويښېدو پوره اووه ساعته وروسته مخې ته راځي،


د ماسپښين لمونځ


په دې وخت کې د ماسپښين د لمانځه وخت رارسېږي، چې په دې وخت کې د انسان په زړه کې نرمښت راځي، او جسم  – که هر کار کوي – ستړی ستړی ښکاري.


بیا، د ماسپښين له لمانځه وروسته او د مازدیګر له لمانځه وړاندې، مؤمن انسان د خپل فعالیت او جسمي او ذهني ځواک ترلاسه کولولپاره د خوب شوق لري،  چې په شریعت کې دغه خوب تهقیلولهوايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه ویلي دي: ((په روژه کې د پشنمي په خوړلو مرسته وغواړئ، او په قیلوله د شپې له لمانځه (قیام اللیل) سره مرسته وکړئ)).


بل ځای هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ((قیلوله (د غرمې خوب) وکړئ؛ ځکه چې شیطانان دا خوب نه کوي)). علم هم ثابته کړې چې د انسان جسم په عام ډول پر دغو سختو حالاتو تېرېږي، په جسم کي یې هغه کیمیايي نشه کوونکي ماده زیاتېږي، چې د خوب خوا ته یې کش کوي، او جسم د فعالیت په وروستۍ ټيټه درجه کې وي، کله چې انسان د قیلولې خوب ونه کړي، نو کرۍ ورځ یې اعصاب ستړي وي، بیا د مازدیګر د لمانځه وخت رسېږي، او په لمانځه سره د انسان جسم یوځل بیا خپل فعالیت او ځواک مومي او په وینه کې دادرینالین کچه بیا لوړېږي، د جسم په دندو په تېره بیا د زړه په فعالیت او نشاط کې زیاتوالی راځي.


د مازدیګر لمونځ


د مازدیګر لمونځ په ځانګړې توګه د ناڅاپي نشاط او فعالیت لپاره د زړه او جسم په بېرته چمتو کولو کې خاص رول لري. دلته د قرآن کریم ددې ټینګار معجزه او ګټه رامخې ته کېږي چې د مازدیګر پر لمانځه یې ډېر ټينګار کړی دی، الله تعالی فرمايي:   حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى وَقُومُواْ لِلّهِ قَانِتِينَ  ] (البقرة 238].


جمهور مفسرین پر دې ولاړ دي چې له الصلاة الوسطی هدف د مازدیګر لمونځ دی، پر دې سربېره چې د مازدیګر د لمانځه پروخت په جسم کې د ادرینالین هرمون افرازات ډېرېږي، همدا لامل دی چې طب هم ددغه لمانځه ګټه ثابته کړې ده.


د ماښام لمونځ


بیا د ماښام لمونځ راځي، او د کورتیزون د افرازاتو کچه راټيټېږي، او د تیارې په خورېدو سره د بدن فعالیت هم په کېدو شي، چې دا کار د ګهیځ تر لمانځه وروسته برعکس وي،


د ماخوستن لمونځ


د ورځې په دوراني چوکاټ کې د ماخوستن لمونځ وروستی او پنځم لمونځ دی، چې په لړ کې یې جسم د نشاط او حرکت له حالت څخه خوب ته د پوره لېوالتیا لپاره سړی ور کش کوي. د مسلمانانو لپاره د ماخوستن د لمانځه ځنډول مستحب ګڼل شوي، د امام احمد په مسند کې د معاذ بن جبل په روایت راغلي کله چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماخوستن په لمانځه کې وځنډېد، خلکو دا ګمان وکړ چې ګني هغه صلی الله علیه وسلم له کوره نه راوځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دغه لمونځ وروسته کړئ، یعنې کله چې ښه تیاره شي، د ماخوستن لمونځ وکړئ، همدې لمانځه پر نورو امتونو تاسې ته برتري درکړې، ځکه چې تر تاسې مخکې امت دا لمونځ نه کاوه. 


دا هم باید هېر نه کړو چې په منظم ډول د میلاتونین افرازات د انسان له جسمي او عقلي پوخوالي سره ژوره اړیکه لري، او د انسان جسم دې ته هڅوي چې پر یوه ثابت نظام وچلېږي، له دې کبله وینو چې پر وخت د لمنځونو کول ددې لامل ګرځي چې انسان خپل ورځني فعالیتونه په بشپړ ډول په پوره فعالیت او ځواک ترسره کړي، چې په دې سره د انسان د جسم د سیستمونو دندې په تر ټولو ښه ډول ترسره کېږي.


د نفس او بدن لپاره شفا


د بيروت یوه اوسېدونکی محمد منصور له لمانځه سره خپله کیسه داسې کوي:   په یوه داسې هوټل کې مې کار کاوه، چې د سمندر پر زرغونو څنډو یې کړکۍ ورخلاصې وې، دا مخکې له دې چې زما د هېواد سرچینې ولوټل شي.  کاري چاپېریال اړایستلی وم، چې کرۍ ورځ کار وکړم او د شپې ويښ پاتې شم، دا چې د هوټل څښتن ډېره مینه راسره لرله او پر ما يې ډېر باور درلود، یو وخت هغه د هوټل ټولې چارې ماته پرېښودې او هغه په نورو کارونو بوخت شو، خو زما اندېښنې او مسؤولیتونه یو پردوه شول، د شپې خوب مې بیخي ورک شو، ټوله شپه به مې په سیګرېټو او قهوې تېروله.  


  یوه شپه چې ډېر مېلمانه مو نه لرل، له ګهیځ راتلو لږ وړاندې مو هرڅه سمبال کړل، ټول کارونه مې پایته ورسول او هوټل مې وتاړه، په موټر کې کور ته ستنېدم، خو پر لار لږ وځنډېدم او د سمندر ښکلې منظر ې پسې واخیستم، چې د سپوږمۍ انعکاس په اوبو کې یوه بېله ښکلا وربښلې وه، که څه هم یخني ډېره وه، خو د سوچ په نړۍ کې ډوب شوم، د ځلېدونکو ستورو ښکلا ورسره واخیستم،ویشتونکي ستورو د پلار کیسې راپه یاد کړې، چې ویل به یې (په دغو ستورو الله تعالی شیطانان وهي، ځکه چې شیطانان د اسماني خبرونو غلا کولو لپاره هڅه کوي). د پلار هغه شېبې را په یاد شوې، چې په لمانځه به په خشوع او زارۍ ولاړ وو، له سترګو مې اوښکې وبهېدې، چې د مرګ پرمهال یې موږ ته د لمانځه وصیت کړی وو، او راته ویل یې چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مړینې مخکې خپلو اصحابو ته وروستی وصیت وو. 


 په همدې وخت کې د جومات په لټه کې شوم، او له ځانه سره مې ویل، چې ایا خلکو به لمونځ کړی وي او که نه،  یو کوچنی جومات مې وموند، ورننوتم چې یوازې یو سړی په لمانځه پکې ولاړ دی، او په ښکلي غږ د قرآن کریم تلاوت کوي. ورغلم او ترڅنګ یې په لمانځه ودرېدم، ناڅاپه راپه زړه شول چې بې اودسه یم، او دا چې ګناهونه مې ډېر کړي دي، باید غسل هم وکړم، او اوس خو د هغو کسانو په ډله کې یم، چې نوي اسلام ته داخلېږي، که څه هم اوبه ډېرې یخې وې، خو غسل ته مې زړه ونیو، له غسل وروسته مې داسې احساس کړه لکه همدا شېبه چې پیدا شوی یم. د سړي تر شا ودرېدم او لمونځ مې وکړ، له لمانځه وروسته ډېر ورسره وغږېدم، او ژمنه مې ورسره وکړه، چې نور به د الله په اذن له لمانځه ځان نه غړوم. یو څه وخت له خپل کاره غایب شوم، وختي به پاڅېدم او وختي به ویدېدم، له شیخ سره مې یوځای قرآن تلاوت کاوه، کله چې د هوټل څښتن راغی، ځواب مې ورکړ چې نور کار نه شم درسره کولی، ځکه چې په هوټل کې یې شراب، څښل کېږي او هر ډول ګناهونه خلک پکې کوي، چې دا زما ضمیر نور نه شي زغملی، هوټلي ووت او لاسونه یې سره موښل، او داسې ګمان یې کاوه چې ګني زه لېونی شوی یم.  


 الله مهرباني راباندې وکړه، د زړه ډاډ یې راوبخښه، او له ناروغيو یې هم شفاء راکړه، همدا وو  د یوه داسې کاروبار په لټه کې شوم، چې زما له نوي ژوند سره سر وخوري، الله تعالی راباندې د رزق دروازه پرانیسته او د سوداګریزو خوراکي توکو په راکړه ورکړه کې مې دنده مونده، الله تعالی یوه نېکه ښځه هم راپه برخه کړه، چې تل به محجبه ګرځېده…  


لمونځ او د هډوکو تقویه کېدل


د انسان په بدن کې هډوکي پر دوو پړاوونو تېرېږي، د جوړښت مرحله او بیا د ویجاړېدو مرحله، کله چې د انسان عمر لږ وي، تر پخې ځوانۍ پورې یې هډوکي وده کوي، غټېږي او قوي کېږي، له پوخوالي وروسته، د عمر په ډېرېدو په رږېدو پیل کوي.


ځينې هډوکي کمزوري شي، او د ماتېدو وړ وګرځي. خو د هډوکو تقویه او ښه جوړښت په حرکت پورې تړلی دی، باید کش کړای شي، او پر هډوکو پورې تړلي عضلات باید منقبض او منبسط شي.


وروستۍ څېړنې ښودلې چې د هډوکو په منځ کې داسې ژونکې شته، چې د هډوکو د ماتېدو لامل ګرځي، د هډوکو د نه حرکت په صورت کې دغه ژونکې د هډوکي د خرابېدو ته لاره هواري او فعالیت یې ډېرېږي.


هره ورځ پر یوه بالغ مسلمان پنځه وخت لمونځ فرض دی، چې ټول ټال اوولس رکعته کېږي، د فرضي لمنځونو وخت که سره جمع شي، تر څلوېښتو دقیقو اوړي، چې په لمانځه کې د انسان هر غړی حرکت کوي، همدا ده چې لمونځ د مسلمان د هډوکو د تقویې یوه غوره وسیله ده.


موږ وینو چې په محافظه کارو مسلمانو ټولنو کې د ملا د کړوپېدو یا د ملا دردونه ډېر نه موندل کېږي، دا ځکه چې په پرله پسې توګه په ټولنه کې محافظ وګړي لمنځونه کوي.


لمونځ د عصبي علاج یوه وسیله


له خشوع او خضوع ډک لمونځ د انسان د نفس د ارامۍ او راحت سبب ګرځي، له انسان څخه اندېښنه لرې کوي، کله چې سړی په ارامۍ او خشوع سره لمونځ وکړي، د خوشالۍ او ارامۍ احساس کوي، د ارواپوهنې له اړخه، کله چې انسان د اندېښنې په وخت کې حرکت وکړي، فکر یې بدلېږي، همدارنګه، د لمانځه په ادا کولو سره انسان تازه کېږي، هغه ستونزې چې ورسره لاس او ګرېوان وي، له ذهنه یې وځي.


ډاکټر توماس هایسلوب وايي:  زما د اوږدې تجربې له مخې، لمونځ د خوب لپاره تر خورا مهمه وسیله ده، په دې معنا که چا ته خوب نه ورځي، لمونځ دې وکړي چې خوب ورشي، او د یوه ډاکټر په حیث دا ویل غواړم چې لمونځ د انسان د نفس او اعصابو د ارامۍ تر ټولو غوره وسیله ده.  


خو ډاکټر الیکسیس کارلیل – چې په طب کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده – بیا وايي:  لمونځ د انسان په بدن او د جسم په سیستم او غړو کې یو عجیب فعالیت راولي، لمونځ د فعالیت یو ستر مولد دی، ډېر ناروغان مې ولیدل، چې په درملو یې هېڅ چاره ونه شوه، خو لمونځ یې غوره علاج وګرځېد.  لمونځ د رادیوم معدن په څېر دی، چې وړانګې لري او د  ذاتي نشاط لپاره مولد دی، لمونځ د ګڼو او وژونکو ناروغیو علاج ګرځېدلی دی.