په هلمند كې په ځانمرگي بريد كې شپږتنه ټپيان شوي دي

د لراوبر اداره | فبروري 29th, 2012



د ځانمرگي موټربم بريد د چهارشنبې په ورځ د لسوبجوپه شاوخوا كې د لښكرگاه ښارپه بست واټ كې د يوه تن ځانمرگي بريد كوونكي لخوا چې موخه يې د ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي د ملكي مامورينو موټريزكاروان موخې ته له رسيدو وړاندې يې چاودنه رامنځ ته كړه چې په پايله كې يې پنځه تنه ولسي وگړى چې درى ماشومان دي ټپيان شوي دي. دا خبره د هلمند ولايت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلې ده .


د خبرپاڼي له مخي په دې بريد كې د عامه نظم يوتن پوليس هم ټپي شوى چې ټپيان ټول روغتون ته ليږدول شوي دي.په دې بريد كې د ولايتي بيا رغونې ډلې مامورينوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

Copyright Larawbar 2007-2024