کور / هراړخیز / د هرات ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د هرات ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د هرات ولایت د افغانستان د جنوب لویدیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د غور ولایت، جنوب د فراه ولایت، لویدیځ ته یې د ایران هیواد شمال لویدیځ ته یې د ترکمنستان هیواد او شمال ته یې د بادغیس ولایت موقعیت لري.
د هرات ولایت چې د هېواد لومړۍ درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 1,676,000 په شاوخوا کې اټکل کیږي. د هرات د ولایت مرکز د هرات ښار دی او په مرکز سربیره 15 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له شینډنډ، انجیل، غوریان، ګذره، پښتون زرغون، اوبه، کرخ، کشک روباط سنګي، ګلران، کهسان، زنده جان، ادرسکن، کشک کهنه، فرسي او چشت شریف څخه عبارت دي.
د هرات په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د دې لیکنې په ترځ کې به په 1390 کال کې د دې ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک شي. هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه خبر په توګه ثابت شي. همدارنګه د هیواد له درنو لیکوالو، قلموالو او کلتوري کړیو څخه مې هیله دا ده چې د خپل هیواد، خلکو او ټولنې د ژوند په مثبتو اړخونو په هکله د خپلو لیکنو لړۍ متمرکزه کړي او هغه لاسته راوړنې او مثبت اړخونه د زیات اهمیت په ټکو کې را غونډ کړي چې د ژوند په هره برخه کې یې د دې هیواد جګړه ځپلی ولس ترلاسه کوي.


د 1390 کال ښوونیز حالت:


د  هرات  په ولايت كې په ټولیزه توګه 825 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 788 بابه د عمومي زده کړو (323 بابه لومړني ښوونځي، 256 بابه منځني ښوونځي او 209 بابه لیسې)، 26 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 4 باب دارالعلوم، 19 بابه دیني مدرسې، 3 بابه دارالحفاظونه)  6 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 5 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي. په 1390 کال کې د همدې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 704,800 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 15,525 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.


 


همدارنګه په همدې کال کې د هرات  14,166 تنه وګړي د سواد د زده كړې په 375 بابه كورسونو كې د 179  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.


په 1390 کال کې د هرات په ولایت کې 64 بابه د خصوصي زده کړو موسسات فعال وو چې له دې جملې څخه 57 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 3 بابه دارالعلومونه، 2 بابه دارالمعلمین او 2 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي وو او ټولټال 32,000 زده کوونکي او محصلین په هغه کې په زده کړه بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه پورې د پوهنې وزارت د هرات په ولايت كې د 9,803,588 امريكايي ډالرو په ارزښت 106 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 23 پروژې بشپړې شوې، 61 پروژې تر کار لاندې دي او 22 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.


په 1390 کال کې له دولسم ټولګي څخه د هرات د ولایت د دولسم ټولګي د فارغانو شمیر 10,989 تنه وو  چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.


د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:


د هرات په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی او د 383 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري. 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…