پوليسو ماينونه او چاوديدونکي توکي ونيول
افغان ملي امنيتي پوليسو تېره ورځ په کندهار ښار او ژړۍ ولسواليو کي عمليات کړي چي پرمهال يې يو شمېر ماينونه، مخابرې، ريموټ کنټرولونه د وسلوالو مخالفينو د اسنادو کتابونه او کتابچې او يو شمېر نور توکي د پوليسو لاسته ورغلي دي.
د تيري ورځي د عملياتو پرمهال د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند د لويي ويالې په مربوطاتو کي ٨ پايې ايکم مخابرې، ٤٨ عدده د ماين کانچې، ٩٠ عدده برقي پټاکۍ، ١١ عدده ريموټ کنټرول، ٥ بنډله ثانيه سوز لين او څه اندازه مرمۍ تر لاسه سوي دي.
په همدې سيمه کي د جلا عملياتو په نتيجه کي د مجاهدينو د لايحې او د جهاد مسائلو په نوم د وسلوالو طالبانو دوه جلده کتابونه هم چي په يوه کور کي ساتل کيدي کشف او ترلاسه سوي دي.
ددې ترڅنګ په ياده امنيتي حوزه کي د حيات الله په نوم د نشه يي توکو يو پلورونکى د هيروئينو له ١١ داني پوړيو سره يو ځاى نيول سوى او اړوندي تحقيقاتي ادارې ته سپارل سوى دى.
په کندهار ښار کي تېره شپه هم د پوليسو لخواد ٥ امنيتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سيمه کي له چاودېدونکو توکو ډک موټر سايکل چي د مخالفينو لخوا چاودني ته اماده سوى و کشف او شنډ سوى دى.
پرون ورځ په ژړۍ ولسوالۍ کي هم د پوليسو لخوا چاڼيز عمليات سوي او په پايله کي يې له چاودېدونکو توکو ډکي ١٧ عدده ډبې او يوه اندازه د کلاشنکوف مرمۍ تر لاسه سوي دي.