په کندهار کي تېر کال ٧٠ عنوانه کتابونه چاپ سوي دي
د کندهار د اطلاعاتو فرهنګ رياست په زيار او هڅو او د ملي سوداګرو په مالي مرسته تېر کال په کندهار کي ٧٠ عنواني نوي او زاړه کتابونه چاپ سوي دي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او ددې ولايت د اطلاعاتو فرهنګ مخکيني رئيس عبدالقديم پتيال چي اوس د ولايت مقام د مرستيال په توګه کار کوي نن يوې خبري غونډي ته وويل چي ياد ٧٠ عنوانه کتابونه د ملي تجاراتو په مالي مرسته چاپ سوي دي.
والي زياته کړه چي د هيواد د اطلاعاتو فرهنګ وزارت تر مقررو غوښتنو وروسته بيا هم په دې برخه کي هيڅ مرسته نه ده کړې او دغه کتابونه يوازي د ملي سوداګرو په مالي مرسته سره چاپ سوي او د مطالعې تر مينه والو رسېدلي دي.
د هغه په خبره چي د کندهار په کچه د هغو تجارانو په سر کي چي د کتابونو د چاپ په برخه کي يې هيڅ ډول مرسته نه ده درېغه کړې د عينو بنياد راځي او دې بنياد همېشه د فرهنګ د ودي په برخه کي مرستي او همکارۍ کړي دي.
نوموړي همداراز وويل چي په کندهار کي تېر دوه کلونه په پرله پسې ځل د کندهار کالنۍ په نوم هر اړخيز او معلوماتي کتاب هم چاپ سوى او ترڅنګ يې د طلوع افغان ورځپاڼه له ٨٩ کلونو وروسته په رنګه ډول د ښو مضامينو په درلودلو سره له چاپه راووته.
کندهار والي ددې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مخکينى رئيس چي دامهال د ولايت مقام مرستيال دى وستايه چي د بې کچي ميني او وظيفوي احساس له مخي يې په بې شانه هڅو او کوښښونو سره په دومره لوى شمېر کي کتابونه چاپ کړي دي.
د کندهار ولايت د اطلاعاتو فرهنګ مخکيني رئيس او د ولايت مقام اوسني مرستيال عبدالقديم پتيال ننۍ غونډي ته وويل چي په کندهار کي د ادب اساس ايښوول سوى او له دې ځايه د ژورناليزم سير پيل سوى، چي پر همدې اساس بايد دلته د مطالعې او ادب په برخه کي لا زيات کار صورت ونيسي.
نوموړي زياته کړه چي د تيري دورو او حکمتونو پرمهال په دې ولايت کي د مطالعې فرهنګ له منځه تللى و چي له نيکه مرغه په وروستۍ لسيزه کي دې فرهنګ يو ځل بيا وده وکړه، او ددې اړتيا محسوسه سوه چي بايد دلته نور کتابونه هم د مينه والو تر ګوتو ورسيږي.
د پتيال په خبره چي په چاپو سوو کتابونو کي يې شمېر يې نوي او ځيني نور يې هغه کتابونه دي چي وړاندي چاپ سوي او د اړتيا پر اساس د دوهمو او دريمو ځلونو لپاره چاپ سوي دي.
هغه زياته کړه چي په دې کتابونو کي بېلا بېل ډولونه علمي، سياسي، فرهنګي، ساينسي او ديني هغه شامل دي چي د اطلاعاتو فرهنګ رياست لخوا له يو شمېر نوو تغيراتو او بدلونو سره چاپ سوي دي.
د نوموړي په وينا چي په دې برخه کي يې کارونه روان دي او راتلونکې اوونۍ به ١٤ عنوانه نور کتابونه چاپ او د مطالعې د مينه والو په واک کي به يې ورکړي.
پتيال په ننۍ خبري ناسته کي د کندهار ولايت په اړوندو سيمو کي د سته تاريخي سيمو او عابداتو د رغوني او ترميم پر چارو هم خبري وکړې او خبر يې ورکړ چي راتلونکې اوونۍ به په اطلاعاتو فرهنګ رياست کي د عکسونو يو لوى نندارتون هم پرانيزي.