کور / شعر / زما مورې

زما مورې

زما مورې ما لپاره ته جنت يې
ته د خداي له اړخه ما ته غټ نعمت يې
زما ياد دې ها وختونه،چې به زه کله مريض ووم
تا کولو شوګيرونه چې به زه کله مريض ووم
زما ډير خيال درسره وو ماته دوعابه دې کولې
تا زما روغتيا دپاره سختې شپې سبا کولې
په باران کې چۍ به کله دبريښنا کړس زماترغوګ شو
تابه زه قرارولم ،په تندې دې ښکلولم
مابه ويلې زما مورجانې دبريښنا نه ډير يريګم
تابه ويل زما بچيه دا خو صرف يورڼا ده
حوصله دې راکوله،زه به بيرته بياارام شوم
ويره ختمه به شوه مانه زه به بيرته بياارام شوم
زما مورې تاته وايم ته زما دژوند ښکلايې
ته زما لپاره مورې د خوښيو تمنا يې
خدای دې اوږد عمر درکړي زه تمکین دغه دعاغواړم
رب دې تل لره خوشحاله زه دخدايه همداغواړم