کور / کره کتنه / د کونړ سیمینار فرهنګي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل

د کونړ سیمینار فرهنګي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل

د کونړ سیمینار فرهنګي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل


د روان کال دکب میاشتې پر اوومه نېټه دیکشنبې په ورځ په کونړ کې د (کونړ د تاریخ په اوږدو کې )یو ورځنی سیمینار جوړ شوی و . د دغه سیمینار بلنلیک شکېب صاحب راکړ او ټينګار یې وکړ ، چې ورځو به موږ یې هم له ډېرو بوختیاوو سره سره بلنه په ورین تندي ومنله . له ژمنې سره سم د شنبې په ورځ د سهار پر نهو بجو د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز مخې ته زه او عبدالرحمان حبیب زوی پر ټاکلي مهال ورسېدو. استاد وجیه الله شپون اطلاعاتو او کولتور وزات ته تللی و، چې سیمنیار ته د تلونکو کسانو لپاره ګاډی راولي، شپون صیب ته تر دولس بجو پورې د وزارت د ټرانسپورټ مدير ګاډی ورنه کړ. غرمه شوه بېرته خپل دفتر ته راغلو، ډوډۍ مو وخوړه یوه نیمه بجه وه ، چې شپون صیب او نور استادان په ټونس ګاډي کې ناست وو او راغلل . دشپون صیب وضعیت ډېر خراب و، ويې ویل ،چې موږ یوولس کسان یو او وزارت موږ ته داسې ګاډی راکړ ، چې ایله په کې اووه کسه ځاييږي ، پرېکړه په دې وشوه ، چې وزارت ته ورځو که يې د ټولو کسانو غم وخوړ ، خو ښه خبره ده او که نه نو داګاډی هم ورته پرېږدو او دې سیمینار ته نه ورځو. وزارت ته ولاړو د ټرانسپورټ مدیر وویل که په همدغه ګاډي کې ځئ لاړ شئ او که نه ځئ زه بل ګاډی نه شم درکولی . دا په داسې حال کې و، چې د وزارت مرستیال ښاغلي غلام نبي فراهي صاحب لا څلور ورځې د مخه د ټرانسپورت مدیر ته ویلي و، چې د سیمینار مېلمنو ته به د شنبې په ورځ د سهار پر اتو بجو ښه ګاډی ورکوئ ، چې دوی په کې سیمینار ته ولاړ شي . استادانو پرېکړه وکړه ، چې دې سیمینار ته نه ورځو، ما وویل یو ځل د فراهي صاحب دفتر ته ورځو له جریانه به يې خبر کړو سبا به وايي، چې زه خو به مو خبر کړی وای . ډاکټر صاحب سکندر حسیني ، شکېب صاحب او زه دفتر ته ورغلو ، فراهي صاحب په وزارت کې نه و سکرټره مو ورته له جریانه خبره کړه. خدای شته سکرټرې صاحبې له درناوي ډک چارچلند وکړ، د ټرانسپورټ مدیر ته يې په ټلېفون کې وویل، چې ولې دې تر اوسه پورې ددغو خلکو غم نه دی خوړلی، دوی یوولس کسان دي په ټونس کې نه ځاييږي، لس شل دقیقې تېرې شوې سکرټرې صاحبې بیا زنګ وواهه او مدیر ته يې وویل،چې داسيمینار زموږ وزارت یعنې د اطلاعاتو او کولتور وزارت جوړ کړی دا خلک موږ دې سیمینار ته رابللي، که دوی ولاړ نه شي دا بدنامي زموږ ده . له دې خبرې سره د ټرانسپورټ مدیر یو بل پک اپ ګاډی هم راکړ ، موږ سکرټرې ته وویل ، چې اوس دوه بجې دې ښايي موږ کونړ ته ونه شو رسېدی که شپه مو په جلال اباد کې راشي څه به کوو، سم له واره يې په جلال اباد کې د سپین غر هوټل مدیر ته زنګ وواهه چې یوولس کسه مېلمانه درځي د دوی د شپې پاتې کېدو او ډوډۍ غم وخورئ . تیلفونې خبرې بندې شوې موږ ته يې ډاډ راکړ ، چې ستاسو شپه به په سپین غر هوټل کې وي ، موږ هم دسکرټرې صاحبې د نېکې رويې او مودبانه رفتار له امله ترې ډېره مننه او ورسره خدای په اماني وکړه . دوه نیمې بجې مو له کابل نه حرکت وکړ د ټونس مزل و ماښام سپین غر هوټل ته ورسېدو، دهوټل کار کوونکو زموږ ښه پالنه وکړه . د ننګر هار ولایت مستوفي ښاغلی اسحاقزی صاحب،چې کلونه کلونه د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړی پاتې شوی خبر شوی و هوټل ته راغی یو کارتن تازه مېوه يې هم له ځان سره راوړې وه نږدې دوه ساعته يې له خپلو پخوانیو دوستانو او همکارانو سره ګپ شپ ولګوه او بیا ولاړ .
موږ باید له ټاکلي مهالوېش سره سم د یکشنبې پر ورځ د سهار پر نهو بجوکونړ ته ورسېږو . شکېب صاحب د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس ته په موبایل کې وویل ددې لپاره،چې دا مېلمانه پر وخت در ورسېږي موږ به سهار وختي حرکت وکړو تاسو يې د چای غم وخورئ . رییس صاحب ورته وویل ، چې زه چاته چای نه شم ورکولی پخپله يې په کوم هوټل کې وخورئ . ددې خبرې له اورېدو سره زموږ کونړي ملګري، چې په کابل کې يې ددې سیمینار لپاره منډې ترړې کړې وې ډېر خواشيني شول، خو موږ پر دې خبره ډېر غوږ ونه ګراوه هسې یوه عادي خبره مو وګڼله .شپه تېره شوه او داسې پرېکړه وشوه ، چې چای به همدلته په جلال ابادکې وڅکو بیا نو چې هر وخت کونړ ته ورسېدو پروا نه کوي . شپه تېره شوه ، چای مو وڅکه مخ په کونړ مو حرکت وکړ، زموږ ټونس ګاډي لکه د خر ګاډي په څېر تېز مزل کاوه ، پاوباندې لس بجې وې اسعد اباد ته ورسېدو. رازقي نړیوال صیب موږ د والي صاحب دفتر ته وروستو، دولایت امنیتي مسوولینووویل، چې بوټان مو وباسئ دې خبرې زموږ ځينې ملګري خواشيني کړل د والي صاحب ته ورنغلل .د والي صاحب په دفتر کې نور مېلمانه هم ناست وو ، خو ما نه پېژندل چې څوک به وو. دچایو ګوټ مو لا نه و کړی، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستیال ښاغلی غلام نبي فراهي، د افغانستان د ملي راډیو تلویزون رییس ښاغلی زرین انځور اود کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ښاغلی شاه محمود میاخېل او نور مېلمانه راغلل. د عکسونو او کلیپونو اخيستلو یوه ښه جوپه تېره شوه ، ټول مېلمانه سیمینار ته ورغلل .د بي بي سي راډیو ژورنالیست او د کونړ پوهنتون استاد ښاغلي نعمت الله کریاب صاحب د سیمنار غونډه پيل کړه ، تلاوت وشو، د ملي سرود د رناوي لپاره ودرېدو،خو د بې شرمۍ خبره داوه ، چې خلک ولاړ وو څو ځله د ملي سرود د غږېداپر مهال ټیپ بند شو، نن سبا له هر چاسره په موبایل کې ملي سرود ثبت وي، خو دغلته اوس د لاټرۍ په ټيپ کې وغږول شو .
مېلمنو ته د ښه راغلاست لپاره د کونړ ولایت د ولایتي شورا رییس راوغوښتل شو، خبرو يې منطقي تسلسل نه درلود،خوګډونوالو ته یې دنورو خبرو ترڅنګ څو ځله د( خدای مو راوله) فقرې په تکرار سره هرکلی ووایه ،ورپسې په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد هم لنډې خبرې وکړې، ورپسې د کونړ والي صاحب خبرې پيل کړې ، د اطلاعاتو او کولتور وزارت ېې وستایه، په کونړ کې شوو کارونو ته یې اشارې وکړې، ورپسې فراهي صیب د ولسمشر پیغام ولوست، وخت په همدغو تشریفاتي خبرو تېر شو، دغه سیمینار ته د پوهنتونونو او د علومو اکاډمۍ د پیغامونو د ورسېدو یادونه وشوه او بیا نو علمي غونډه پیل شوه ، لیکوالو او څېړونکو د کونړ په بېلابېلو اړخونو لیکنې ولوستې ، د سیمنار فضا دګډونوالو خبرو بې خونده کړې وه ، خلک هم ګرم نه وو نهه بجې راغوښتل شوي وو، څه کم دولس بجې سیمینارپيل شو . له بده مرغه زموږ لیکوال چې په هره موضوع څه لیکي نو له ادم علیه السلام نه یې راونیسي چې اصل مطلب ته راورسيږي وخت پوره وي، وچې تیوریکي خبرې خلک ستړي کوي بل دا چې انسان وږی شي مقالې اورېدل هم خوند نه ورکوي . پاوکم دوه بجې وې،چې چارواکو یو بل او ځينو مېلمنو ته په کونړ کې دجوړو شوو چترالي چپنو پر اوږو اچولو او پکولونو په وېشلو سیمینار پای ته ورساوه.، غږ وشو چې ډوډۍ تیاره ده مو ږ له کابل نه ورغلي میلمانه له تالار نه ووتو د ولایت مېلمستون ته ورغلو ، وسله والو کسانو وویل ، چې دا ځای ډک شو او نور مېلمانه دلته نه ځايېږي . بېرته راوګرځېدو چې بل ځای کې به يې د ډوډۍ بندوبست کړی وي ، هر څوک ګرځېدل راګرځېدل ، نږدې له نیم ساعت نه ډېر وخت د ولایت په انګړ کې له یوه ځای نه بل ځای ته او له بل ځای نه بل ځای تلو راتلو ، خو د ډوډۍ پته ونه لګېده. دکونړ داطلاعاتو او کولتور رییس تاوېده راتاوېده، ښه يې کتل چې دا مېلمانه دي نه يې ویل ، چې تاسو ته هم د ډوډۍ بندوبست شوی دی کنه؟ ولږې هم خوله لګولې وه او طبیعت مو هم ډېر خراب و . د ولایت له انګړ نه ووتو بازار ته ولاړو چې په هوټل کې ډوډۍ وخورو. دکونړ ولایت د راډیو تلویزون مسوول رووفي صاحب او کریاب صاحب په مخه راغلل،ډېر کلک شول چې راځئ په دې هوټل کې ډوډۍ وخورو، څه ملګري له ارچيوال صاحب سره ډوډۍ خوراک ته ولاړل، ځینې بل ځای ته ولاړل او موږ له یادوو دووکسانو سره هوټل ته وختو ، په هوټل کې ټولې خونې ډکې وې، بیخې ډېرې خېرنې توشکې او پرشونه خواره وو ، په یوه خونه کې نهه لس کسه سره کېناستو، څه سر به مو خوږوم ، نږدې درې بجې وې ، چې خاورې ایرې مو وخوړې . ناوخته و کابل ته هم نه شو راتلای او په جلال اباد کې هم د شپې انتظام نه و دومره څوک د اطلاعاتو اوکولتور ریاست نه و، چې موږ يې د ناستې او یو پیاله چای لپاره چېرته بوولی وای ، ځکه چې موږ د دوی مېلمانه وو . ماذیګر اذانونه وشول ډاکټر صاحب سکندر حسیني د اطلاعاتو او کولتور رییس ته زنګ وواهه، چې دا له کابل نه راغلي مېلمانه به شپه چېرته تېروي ، هغه ورته وویل دقبایلو ریاست ته دې ورشي ، حسیني صیب ورته وویل ، چې ته یو چاته وظیفه ورکړه ، چې له موږ سره دقبایلو ریاست ته لاړشي موږ د قبایلو ریاست نه دی لیدلی او هغوی هم د ولایت د امر طابع خلک دي ، موږ به کله پخپل سر پرېږدي، رییس صاحب ورته وویل زه بند یم څوک به درولېږم . نیم ساعت په تمه وو ، چې اوس به څوک راځي او موږ به دقبایلو ریاست ته بیايي، خو څوک رانغلل په یو دوه کې اریان شو. زه او حسیني صاحب د والي صاحب خواته ورغلو او خبره مو ورسره شریکه کړه هغه خپلو کسانو ته امر وکړ، چې دولایت په مېلمستون کې ورته ځای ورکړئ ، یو نفر یې راسره کړ دولایت مېلمستون ته يې راوستو، هلته په څلور خونو کې اووه چپرکټونه وو، ځینو چپرکټونو کمپلې او توشکې هم نه لرلې مسوول کس ته مو وویل ، چې موږ یوولس کسان یو په دغو اوو چپرکټونو کې به څه ډول ځای شو، چې پوی شو خبره مو ځای نه نیسي بیا مو ورته وویل ، چې خیر تاسو څو توشکې او کمپلې راوړئ موږ به ځينې کسان پر ځمکه څملو هغه هلک وویل ، چې دلته پر مېلمستون کار روان دی او نورې توشکې او کمپلې نه لرو. داسې پرېکړه مو وکړه ، چې په اسد اباد کې به د یارانو دوستانو کورونو ته ورشو، پر همدې خبره مو شخوند واهه ، چې د کونړ د راډیو تلویزون مسوول رووفي صاحب راغی ويې ویل ، چې تاسو به چېرته هم نه ځئ تاسو ټول زمامېلمانه یاست موږ ټول له هغه سره راډیو تلویزون ته ورغللو،هلته مو لمونځونه وکړل ، چې په دې کې کریاب صاحب راغی او رووفي صاحب ته یې وویل ، چې دا ټول زما مېلمانه دي او زه يې له ځان سره بیایم موږ ټول له کریاب صاحب سره ولاړو، خدای شته کریاب صاحب ډېر زحمت ویستی و په ډېر اخلاص او درناوي يې زموږ دومره عزت او قدر کړی ، چې زه یې د مننې لپاره هېڅ الفاظ نه لرم . شپه تېره شوه سهار لمونځونه مو وکړل او له کریاب صاحب سره مو مخه وکړه ، د سهار چای مو په خاص کونړ کې زموږ د همکار وجیه الله شپون په کور کې وڅکه او نور دکابل په لور راوخوځېدو درې بجې وې چې کابل ته راورسېدو.
دا وو د کونړ دسیمنار داستاني رپوټ چې تاسو ولوسته اوس به راشو دې ته ،چې په دې سیمنار کې کوم فرهنګي او پښتني ارزښتونه تر پخو لاندې شول؟
د اطلاعاتو او کولتور وزارت د ټرانسپورټ مدیر پنځه ساعته د افغانستان د علومواکاډمۍ غړي پرته له کوم شرعي مشکل وځنډول ، ځکه چې همدغه مدیر ته څلور ورځې د مخه فراهي صاحب امر کړی و،چې دغو مېلمنو ته باید د شنبې په ورځ د سهار په نهه بجې ګاډی له ډرېور سره تسلیموي،خو دا کار پرخپل وخت ونه شو او او دیوه وزارت مدیر د علومو اکاډمۍ غړي پنځه ساعته وځورول، چې داپخپل ذات کې سپکاوی دی او دا په اصل کې زموږ نه بلکې د اطلاعاتو اوکولتور وزارت سپکاوی دی .
تر کومه ځایه چې ماته څرګنده ده دکونړ خلک ډېر زیګه پښتانه دي او ورسره په څنګ کې ډېر مېلمه پال ولس هم دی ، دافغان جهاد پر مهال کونړ دافغانستان دډېرو ولایتونو د خلکو پاکستان ته د راتګ لاره وه هغه مهال ، چې د ګټې وټې هېڅ درک نه و کونړي ولسونو ددغو ټولو خلکو ښه مېلمه پالنه کړې ، د خپلې خولې مړۍ يې له مسافرو او مجاهدینو سره نیموله ، خو له بده مرغه نن د دغه ولایت د بافرهنګو خلکو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس یو داسې څوک دی، چې له دولتي شونتیاوو سره سره لسو نفرو مېلمنو ته چې دوی رادعوت کړي و د سهار چای نه شي ورکولی . زه فکر کوم دغه ډول کړنه موږ ته نه بلکې د کونړ د بافرهنګه او پښتون ولس فرهنګ او پښتونولۍ ته په سپکه سترګه کتل دي .
پښتانه وايي :چې دلنګېدو نه وې تېرېدې به نه ، په دې کې شک نشته چې داطلاعاتو او کولتور وزارت او دکونړ ولایت به ددغه سیمنار د لګښت لپاره لا له وړاندې پیسې بېلې کړې وي، خو اوس پوښتنه داده ، چې څوک به له چا پوښتنه وکړي ،چې دا پیسې پر څه شي ولګېدې، ولې مېلمنو په خپل لګښت په هوټلونو کې ډوډۍ وخوړه ، ولې يې پوښتنه ونه شوه ، چې شپه يې چېرته تېره کړه، څه وخت ولاړل ، موږ خو نه ډوډۍ ورکه کړې وه او نه داسې و، چې کونړ مو کله نه و لیدلی ، دوی چې څوک سیمینار ته رابلل باید د هر څه غم يې ورته خوړل وای .
له موږ سره په دغه یوولس کسیزه ډله کې پر کونړي ورونوسربېره د لوګر، پکتیا، وردګو،پروان ، کابل ، پنجشېر ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ځينې استادان چې په علومو اکاډمۍ کې کار کوي تللي وو، زه د یوه مشرقيوال په صفت په دې خبره ډېر خواشينی شوم ، چې موږ خو څه کوې ددغو نورو ولایتونو د خلکو هم ډېره بې عزتي وشوه ، ځکه چې موږ مشرقیوال ، خو د یوې چرګۍ خلک یو او ټول مشرقي د افغانستان په کچه په علمي ، فرهنګي او ثقافتي ډګر کې د تاریخ په اوږدو کې له ویاړه ډک باب لري ، خو د کونړ په سیمینار کې د دغه ډول بې فرهنګه کړونو له امله موږ دغو خلکو ته دوه پیسې شو، دوی به دا فکر کوي ، چې ټول مشرقيوال همدغه ډول خلک دي او پښتونولي او مېلمه پالنه يې هم په همدغه ډول ده، په داسې حال کې چې زه په پوره باور ویلی شم دمشرقي په هر ه سیمه او په ځانګړي ډول که په کونړ کې دیوې کونډې مېرمنې کور ته دمېلمه په توګه ورشئ نو دومره عزت او قدربه دې وکړي ، چې اریان به شې ، خو هغوی چې زموږ دفرهنګ لپاره کوي ، دتل لپاره موږ دغو خلکوته بې فرهنګه معرفي کړو.
دکونړ په مرکز کې به امنیتي وضعه ښه وي ، خوپه ټوله کې کونړ دافغانستان په هغوسیمو کې شمېرل کېږي ، چې وخت نا وخت ترې د بې امنۍ رپوټونه خپرېږي ،د اطلاعاتو او کولتور وزارت دې په دغه سیمه کې له خپل سیمه ییز مسوول یعنې داطلاعاتو او کولتور له رییس نه په کلکه دا پوښتنه وکړي ،چې که دغه مېلمانه له کومې امنیتي ستونزې سره مخامخ شوي وای ددې خبر ې ځواب بیاچا ورکاوه ، دا هر څه چې ددې سیمنار په اړه په دې لیکنه کې راغلي ټوله بدنامي يې دافغانستان داطلاعاتو او کولتور وزارت ده ، ځکه چې دا سیمنار دوی جوړ کړی و ، ددې لپاره چې په راتلونکې کې دغه محترم وزارت بدنام نه شي باید دغسې چارواکي له د کونړ داطلاعاتواو کولتور رییس له دندې ګوښه کړي اوپر ځای یې یو داسې څوک چې دفرهنګ په قدر او عزت پوهېږي وګوماري ،زه فکر کوم د کونړ په ځوانو فرهنګیانو کې لسګونه دغه ډول استعدادونه شته .
په دې لیکنه کې چې څه لیکل شوي ،په ایمان یې وایم ، چې کټ مټ همدغسې پېښ شوي ،کونړي ورونه دې په دې خبره له مانه نه خواشيني کېږي ، چې ولې مې دا لیکنه کړې ، ځکه چې په نړۍ کې سمون او سم سمکی د واقیعیتونو په بیان او کره کولو سره رامنځته کېږي ، موږ به تر کومې دیوه یا څو کسو د اعمالو قرباني یو او تر کومه به دغه ډول بې فرهنګه کړنې کېږي ؟