کور / کره کتنه / بلخ له اداري فساد څخه كړيږي

بلخ له اداري فساد څخه كړيږي

د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته افغانستان د نوي نظام خاوند شو، افغانانو ته نوې هېلې پيدا شوي خو ډير ژر هر څه بدل شول، فاسد چارواكي چې د طالبانو په واكمني كې ورته د شر او فساد نوم وركړل شوي وو، يو ځل بيا د خلكو پربرخليك واكمن شول، حكومت د يوه سهامي شركت بڼه غوره كړه، د يوې ډلې، سيمې او ژبې خلك په هرو چارو او ادارو كې واكمن شول.
د افغانستان په شمال كې د بلخ ولايت هم يو له هغو سيمو څخه دى چې د ولسمشر حامد كرزي په مشرۍ اداره كې له يو لړ سترو ستونزو سره مخامخ وو او لا هم له دغې ننګونې څخه كړيږي.
دغلته د يوې ډلې او ژبې خلك واكمن دي، ډيركي او د تاريخ په اوږدو كې واكمن پښتانه دغلته بې برخې او ټكول شوي دي. هر څه د يوه كس له خوا اداره كيږي چې هغه هم معلم عطا دى.
هغه يو جابر، مغرور، د نورو پر حقونو تيري كونكى او له مركزي حكومت سرغړونكى كس دى. هغه په دولت كې دننه يو دولت دى، هغه نه غواړي چې چارې د يوې ډلې له خوا كنترول شي، هغه د پياوړي نظام د جوړولو هڅې شنډوي او هغه دى چې نه غواړي د بلخ ټولې چارې د بل توكم او كس له خوا اداره شي.
له همدې امله ده چې بلخ هم د هېواد د نورو سيمو په څير له اداري فساد څخه كړيږي دغلته هر څه ګډوډ دي. موده وړاندې د فساد ضد ادارې مشر عزيزالله لودين په يوې خبري غونډه كې وويل چې د حيرتان له بندر څخه د تر لاسه شويو عوايدو شاو خوا درې ميليارده افغانۍ تري تم دي.
دی ټول بلخ ولایت او په ځانګړی توګه دی حیرتانو دی بندر مسولین دی بلخ دی والی ښاغلی معلم عطا له کسانو څخه دی . كه څه هم د بلخ مسولينو دا څرګندونې رد كړي خو دا هغه څه دي چې حقيقت لري. دغلته د بلخ والي په بيلابيلو نومونو او آدرسونو ښارګوټي لري، ماركيټونه يې جوړ كړي او ستر جايدادونه يۍ را نيولي.او زیاتره شخصی او دولتی ځمکی یی غصب کړی بلخ كې دننه داسې څوك نشته چې د دغه در په دره او كړيدلي ولس په ګټه څه وكړي. دی اولسی جرګی په ټولټاکنوکی دی بلخ ټولو پښتنو مشرانودی پریکړی په بنسټ دی پکتیا دی والی ښاغلی جمعه خان همدرد زوی ګل رحمن همدرد اولسی جرګی ته ونوماوو مګر ښاغلی معلم عطا په ټول طاقت سره هځه وکړه ترڅو پښتون میشته سیمی نا امنه کړی ترځو پښتانه پدی ونه توانیږی چی اولسی جرګی ته لار پیداکړی چی همداسی وشول .
په كار ده چې ولسمشر حامد كرزى خپله پاليسي بدله كړي، داسې څه تر سره كړي چې خلك يې ترې هيله لري. د بلخ په ګډون د افغانستان په ټولو ولايتونو كې زړه سواند او داسې كسان وګماري چې د خلكو درد ته درمل شي، نه دا چې د هغوي دردونه او كړاونه لا پسې ژور شي. ولسمشر ته په كار ده چې د شر او فساد آزمويل شوي كسان بيا آزموينې ته وړاندې نه كړي، په داسې حال كې چې نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه د وتلو لپاره تياري نيسي، اړينه نه ده چې د ښاغلي كرزي پر دغه ټيم حساب وكړوځكه دا هغه كسان نه دي چې پرې حساب وشي.
كه د يوه محبوب ولسمشر په توګه ښاغلى كرزى غواړي د افغانستان د تاريخ ښه برخه وي نو تر هر څه وړاندې دې دغه پليد او لنډغر كسان له خپل شاوخوا څخه لرې كړي. د هغې ورځې او د ښاغلي كرزي دپريكنده اقدام په هيله.


پاى