په ميوند اولسوالۍ کي ١٠٠ کېلوګرامه تارياک ونيول سول
عطاالله محمدي
د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ميوند اولسوالۍ کي ئې يوشمېر وسلې او ١٠٠ کېلوګرامه تارياک نيولي.
د چارواکو په وينا چي ياد توکي ئې د يادي اولسوالۍ په اړونده سيمو کي د پوليسو د ګزمې پر مهال نيولي.
کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه هم په دې اړه ليکي چي ياد توکي نن ماپښين مهال د يوې ګزمې پر مهال په يوه سراچه ډوله موټر کي نيول سوي.
په خبرپاڼه کي په دې اړه د کوم کس د نيولو خبره نه ده سوې او نه هم تر اوسه وسله والو په دې اړه څه ويلي دي.