کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دشپون اومجاورپخلاینه

دشپون اومجاورپخلاینه

  « دوه زړونه چې شي،غربه هم پاره پاره کا … »               


له ډیرې مودې را په دې خوا دافغاني فرهنګ دسرلارودخپلمنځي ــ سلیقوي تضادونوپه اورمې ځان سوی سکورلیده ،خوڅه مې نه ویل او ویلای مې هم نه شول.زه لا دادبیاتوپوهنځي محصل وم چې دې تضادونوته مې پام شو.پنځو ستورویوبل ته څه نه ویل،خولارویانو،سیمه والواوخپلوانوبه یې یوبل په بیلابیلونومونو،تورنول.هغه وخت دځوانۍ جوش و،ویل به مې چې: هلکه ځه ستا یې ورباندې څه او …


خوڅومره مې چې دفرهنګ په کوڅوکې بلدتیا ډیریده،ددې تضادونودسره اورتاوانونوته مې پام ډیریده.لیدل مې اوګورم یې چې ددې اورپایله زموږدفرهنګ بربادي ده،یوموټی ایرې دي اوبس.دعلم اوپوهې یوه غره ته یې د « آخوند درویزه » خطاب کاوه،اوبل ته یې په ناپوهۍ کې دودیز،ملایې ګرامرست ویل؛اوخبرې،مقالې آن کتابونه به یې بابیز اوسطحي ګڼل،ویل به یې چې لوستل یې یوازې دوخت ضایع کول دي،ورپسې څه او څه اوڅه.


دمحصلۍ اوځوانۍ دوره هم یوه نشه وي،نه چې همیشه وي،هغه لاړه تیره شوه.بیا چې علمي کدر ته  شامل شوم،هلته مې نورهم ددې تضادونوژورتیا ته پام شو،دعلمي آثارو اوعلمي ترفیعاتوسره دمخالفت تر برید پورې.سره له دې چې ځینوبه ځانونه په اصطلاح مترقي،روښانفکره اوددموکراسۍ لارویان هم ګڼل،خود همدې منفي اوناوړه تضادونوپر بنا به یې دمقابل لوري دمقالواوآثارودچاپ له پاره په پټه اوښکاره خنډونه پیښول اوپه رسمي یا غیر رسمي غونډوکې به دپه اصطلاح رقیبانو بد ویل،دمجلس لومړنۍ خبره وه.


دافغان پرکورــ کاله سرې،شنې اوسپینې بلا ګانې راغلې ،څوک دل شول،څوک لاس تر زنې ورته لیونیان شول اوچا «هه »کړل اوځان یې تریوځای پورې ورساوه.ما هم ځان له ځینو یارانوسره لکه دچا خبره د« کفر اودښمن » ترځالې پورې رسولای و.هلته مې هم ولیدل چې دهمدې وطني تضادونو پرازغنو لاروبیا نورو ازغیوسرونه راپورته کړي وو،سره ولاړ وواوښه په مزه راچوخیدل،چې ښاغلي شپون د«لیمه» مجلې د۱۹۹۷ کال په دریمه پرله پسې ګڼه کې دپخلاینې یووړاندیز« دافغاني لیکوالوپخلاینه» تر سرلیک لاندې خپورکړ،خوله بده مرغه نه یوازې چا لبیک ورته ونه وایه،بلکې ده خپله هم ترډیرو پورې دهغه وړاندیز پردیواله کومه بله خښته کینښوده.


دا دومره اوږده موده مې هرڅه په زړه تیرول،خوداسې وخت هم راغی چې نورمې دادغم پیټی ونه شوچلولی او۲۰۱۰ کال په سپتمبرکې مې دیوې مقا لې په ترڅ کې ( اور اوګلان ) دیوې ضمني اشارې په ډول لږڅه زړه سپک کړ.په مقا له کې دافغانستان دځوانوفرهنګیانواوشاعرانودهڅونې،ستاینې اودرناوي باندې بحث کیده،چې دمالمومیشتوفرهنګیانوله خوا په جوړ شوي سیمینارکې (۱) لوستل کیده.په مقاله کې مې لیکلي ووچې په اوسنۍ زمانه کې پښتانه،پښتوادب اوپښتني فرهنګ څومره اوولې تر فشارلاندې دی.کوردننه،په سیمه اونړۍ کې کوم عمدي لاسونه زموږله فرهنګ سره څومره اوڅه ډول دښمني کوي اوبیا مې خپلمنځي ستونزو اوتضادونوته داسې ګوته نیولې وه:


« … په خپلوکې موهم چندانې مزه نه شته،زموږسرلاري مشران څه کوي؟ (یوچې سرکاندي را پورته،بل یې ووهي مغزی)،زیاردنوې پښتوسوټی په لاس ګرځي،هرڅوک چې عربي مآبي وکړي یا دده له ژبپوهنیزواصولوسرغړونه وکړي،بیا دزیار سوټی اودهغه سر،که بل هیڅوک یې که پیدا نه کړل،لایق خوشته … دهغه وجود هسې هم دکمونست له ټاپوډک دی اوداکادمیسینۍ دخیرات په ویش کې همدغوپښتنودنا لایق لقب هم وروباښه.


شپون صاحب بیا بل سوټی په لاس کې نیولی دی.کله چې یې طبعه خرابه شي،نودخپل نثردښکلي بڼ په خوږوشاتوکې زهر ورګډ کړي،کله روسي نکلي چاینکې په لاس لرلي سوټي باندې کړنګوي،اوکله بیا په اصطلا ح کمونست اوکمونست ډوله خلک ورباندې ځب،ځب کوي؛که هیڅ شی پیدا نه کړي،دزیارمظلوم ککره هسې هم خدای دده دسوټی له پاره پیدا کړې ده،اویا هم د « سو او شو» لهجوي تضادونوباندې لګیا یو،اوږدې مقالې ورباندې لیکو.


ښه په دې تضادونوکې به پښتو،پښتانه اوپښتني فرهنګ څنګه شي؟ … » (۲)


هغه وخت مې ددې جملوله لیکلو نه مقصد دا وچې یوخوا دزړه له سوزاودردنه دا نیمګړتیا په نښه کړم اوله بلې خوامې موخه داوه چې دزړه سواندو مصلحوفرهنګیانو،اوپه ځانګړي ډول ددواړوښاغلو(شپون اوزیار) پام دې موضوع ته راواړوم؛خونه دوی اونه هم بل چا پر دې موضوع سر وګراوه.


هلته افغانستان کې ددیموکراسۍ په دیګي پسې اورتیزشوی دی،بویونه اولوخړو یې آسمانونه په سر سره اخیستي دي،اوموږیې ددنیا له دې سره د « ګلوبلایزیشن » له برکته تماشې ته ناست یو« … له لرې،لرې تماشې به دې کومه » دهمدې دودونواولوخړوپه اړوـ دوړکې مې دتیاروماښامونوپه یوماښام کې له خپل لپ ټاپ سره ګوتې خوږولې،دزړه خواله مې ورسره کوله،چې دشپون صاحب پریوه لیکنه مې سترګې خوږې شوې،د ده مخاطب زیارو.


شپون په دې لیکنه کې دخپل پاک زړه خبرې کړي دي،دپخلاینې داسې خوږې خوږې خبرې چې په رښتیا دهرلوستونکي زړه راکاږي اوله هره اړخه دزیاردرناوی په کې شوی دی،هم له شخصي پلوه اوهم له علمي پلوه.


« تاند کې کله نا کله په خپل لارښود اودخپلې ژبې په سرلاري،ډاکترمجاوراحمدزیارکله نا کله لګیږم،په دې باندې له استاد نه بښنه غواړم.ټول پوهیږي چې زما مطلب داوي چې دژبپوهنې جدي موضوع لږه غوندې رانرمه کړم چې خلک ترې ټپرا نه شي.دهغې سرلاری زمادلسیزو،دهغوکالونویارپاتې شوی چې دواړه دافغانستان په لیروکلوکیږدیوکې ریسرچ کاوه،ما دخپل ډنمارکي یارکلاوس فردیناند سره په کوچیا نوکې دانتروپولوجي اوزیارصیب دنارویژي اونـــورواروپـــایي استــــادانوســــره دژبـــپوهـــنې څـــیړنـــې کـــولې.دزیــارصیب بول په موږ(امین،شجاعي،تڼیوال) په دې لوړ وچې اکثره سفرونه یې په موټرسایکل کول.زب زب ستړي ستومانه به له خپلوسفرونوکابل ته راستانه شوو،یوبل ته مودخپلوسفرونوترخې اوخوږې خاطرې تیرولې،قسم قسم روا او ناروا ټوکې موکولې.زموږترمنځ په دې حرفوي تړاوسربیره دپوهنځي دبلاپسې وختونوټوکې ټکالې هم ډیرې وې.


خوبیا ورکې دا ناولی شی راغی،دامترقي غوایمنډ،زیارصیب ورکې جیل ته لاړاوشجاعي سروخوړ.زموږدنیاګۍ یې رانچوړکړه.


اوس زموږدکول څوک پاتې نه دي،یومجروح،بل امین،بل تڼیوال،هغه هم ولاړل.هلته دپوهنتون په ګوټ کې یوحمیدالله امین لالربرکیږي،دماشومانوخبره،میني میني خلاص.زه دهماغه پخوا وخت په یاد ځای بې ځا یه دزیارپورې لګیږم.هغه دسلیمانخیل کیسه ده چې دغزني په بازارکې په خټوککړوڅپلیوسره داندړ په لیمڅي تیریده راتیریده.اندړ ورته ویل چې اې بسلمانه،لاره خوهولته ده،ولې زما لیمڅی په خټولړې؟ سلیمانخیل ورته ویلي ووچې زه پوهیږم چې لاره هورې ده،خوزه هسې ځان درپورې سولوم.نوما هم ځای بیځایه ځان زیار صیب پورې سولاوه.اوس پوه شوم چې دوزیرصیب خرم په وینا چې ما پورې یې کړې وه،سړی نورښه دیه،خوډیربوډا دیه! نورنوبه دا نازونه نه پرې کوم.دتڼیوال خبره،زیارپه ژبپوهنه کې ستره بلوده! » (۳)


مطلب مې ښه په مزه ولوست،په پای کې مې خوږه ترخه مسکا پر شونډوخپره شوه اوورسره مې ترشونډولاندې وویل:


« آګیې لین پر(اوس پرلارشوې) »


د ماشومانودمور راباندې پام شو،وې پوښتلم:


« څنګه غومبیږې؟ »


ماورته له خوښۍ په ډکه لهجه وویل:


ښه یې وکړل،ډیریې ښه وکړل،شپون ایله دزیار په زیار ایستلو،دزیارپه زدکړواوپوهه اودزیار په علمي دریځ اقراروکړ.


ډیره ښه خبره ده چې زموږفرهنګي مشران داسې یوکارکوي چې تردوی کشرانوته،ځوان نسل ته اوراتلونکونسلونوته سرمشق وي.پخوا به ځینومشرانویوبل پرسروهل،یودبل زدکړو،پوهې اوتجربو ته به یې نه کتل،درناوی به نه ورته کاوه،خوځینې منفي برخې به یې حق نا حق یادولې او پړسولې؛اودې کار زموږپه خزان ځپلې فرهنګي حوزه کې نورهم تضادونه ډیرول اوزموږ رنګه یې بدوله اونوره یې هم بدوي.دشپون دا کاردده له خوا په ۱۹۹۷کال کې دپخلاینې پر راپیل کړي دیوال باندې لومړنۍ،اساسي اوپخه خښته ده.


ترهغه ځایه چې زه له زیارنه خبریم،خپلونابشپړوعلمي کارونوډیرسخت مصروف کړی دی،دهمدې له پاره دشپون په غبرګون کې لږځنډنی شو.زیارهم دشپون په غبرګون کې خپل دریځ نرم کړی دی اودشپون پرعلمي هلوځلوزدکړواونوښتونویې ژبه ګویا شوې ده اوداسې اشاره یې ورته کړې ده:


« … زه اوته له آره په هماغه ړومبني نومهالي(اکادیمیک) پښت اړه لرو.دابیله خبره ده چې تا ترما څوپتلنونه زیات زاړه کړي،خوپه «زاړه ــ نوي» مورچل کې مله پاتې شوي یو.تا له هغوڅونوروپکو ورکوسره دادبپوهنځي دلومړنیولیسانسه په توګه پرپښتوټولنه یرغل وروړاوما څه مهال پس له څونوروسره خپله سپیڅلې جګړه له پوهنځي راپیل کړه … که څه هم،تاسې موږته له سیاسي ــ فرهنګي دواړه پلوه مخبیلګه واست،خوستاسې له خرپ ــ ترپ اوماتې پایلې څخه موهم ډیرڅه زده کړل.


… تا په خپلوادبي پنځونودومره مینه وال پیدا کړي دي چې بې له سرکاري چوکاټه یې داستادۍ ویاړدربښلی اوماهم درباندې لورولی … راته ګران اوټولمنلی شپون صاحب،ما به هرومرووبښې چې غبرګون رانه دومره وځنډید … » (۴)


دا چې شپون داوسني نثرپاچاګی دی (۵)،ځانته سبک اوښیګڼې لري،زیارنوموتی،زدکړی ژبپوهاند دی(۶)؛دابه کوم بل وخت ته پریږدو.دم ساعت دې ددوی دواړوکور ودان وي،ددواړوله خوا داسې حرکت اوعمل وشو،چې په فرهنګ زړه سواندي ورته خوشاله شول،دټولوسترګې همدوی ته اوړي.


له یوه دوست سره مې په همدې اړوند خبرې کولې،هغه راته وویل:


« له بده مرغه زموږپه عقیدوي ټولنه کې یوشمیرخلک په دې فکرکې دي چې دژوند په اږدوکې په خپلومنفي کړنودغولونې پرده اچوي اوځان سره وايي:


… ځه سړیه هرډول تیروتنه یا ګناه چې کوې،کوه یې او… په پای کې یې دتیښتې یا حل لاره دا ګڼي چې ځه بیا به دعمر په اویایموکلونوکې حج ته لاړشم،ګناوې به مې پاکې شي هرڅه به حل شي.»


ما په ځواب کې ورته وویل چې نه اوس هم ناوخته نه ده،خو که ته یې ناوخته انګیرې،وېې انګیره چې زموږدې دوومشرانوهم دخپل عمرداتمې لسیزې په پیل کې دا حج وکړ،خدا دې یې قبول کړي،دځوانۍ توبه خو ښه وي،خوبیا یې هم ښه وکړل.


دوی پسې نسل لیکوال،بیا لږڅه ځوان قلموال اوفرهنګیان خوپه دې تمه وو چې دوی د« دوه پک،هغه هم سره ورک » کار نه وای کړی،دوی باید په خپلومنځوکې لاپخوا سره سلا شوي وای اوپه ګډومشورو اولارښوونوسره یې دنویو قلموالوله پاره نوې لارښوونې اوډیوه مخ ته ایښې وای.سره له دې چې لږناوخته هم ده،خوزه یې په ځای اوښه کار ګڼم،هیله ده چې دنورو له پاره هم سرمشق شي.


            « دوه غرون چې یو شي غربه هم پاره پاره کړي


                                                       ځار تریګانګئ چې نعمتونه راښکاره کړي »(۷)


مآخذونه:


۱ــ روزګان (مهالنۍ خپرونه)،مالموـ سویدن،څلورم کال (۲۰۱۰ سپتمبر)،پرله پسې ۲۳ـ ۲۴ ګڼه، لومړی مخ.


۲ــ ټول افغان بریښنا پاڼه،۲۴/۰۹/۲۰۱۰،دپوهندوی آصف بهاند مقاله ( اوراوګلان).


۳ــ تاند بریښنا پاڼه،۰۱/۳۱/۲۰۱۲،ادب برخه،داستادشپون مقاله ( مانه مه مروریږه ).


۴ــ تاند بریښنا پاڼه،۰۲/۲۳/۲۰۱۲،کلتوربرخه،دپوهاند دکتور م . ا . زیار مقاله ( بې رمې « شپون ته » ).


۵ــ تاند بــریښنـــا پاڼــــه،۰۲/۱۲/۲۰۱۱،ادب بـــرخــه،دصدیق الله بــدرمقــاله ( استــاد شپون دننني نثرپاچا ).


۶ــ تاند بـریښنا پاڼه،۱۱/۱۴/۲۰۱۱ــ ۱۲/۲۰/۲۰۱،دمقالوبرخه،دانجنیرعبدالقادرمسعودمقاله(له نومیالي ژبپوهاند استاد پوهاند زیار سره مرکه).


۷ــ خوشا ل خان خټک،دخوشا ل خټک کلیات،اوډنه،پرتلنه،سمون او وییپانګه:عبدالقیوم زاهد مشواڼی،دانش خپرندویه ټولنه،۱۳۸۴/۲۰۰۵کال،۱۳مخ.