کور / کیسه / بنده مرغۍ

بنده مرغۍ

خوشال کونړی مزاروالهر څوک په خپل زړه کې دلۍ، دلۍ هېلې او ارمانونه لري چې د ځینو دا هېلې او ارمانونه یو څه تر سره شي. ځینې هېلې د سړي په زړه کې داسی ډکې پاتی شي چې سړی له دونیایي کاروبار او روزګاره وباسي او له پښو یې وغورځوي.                                          


په زړګي هم داسې وشول. کله چې د هغه په شونډه د ځوانۍ نښې را پیدا شوې نو ورسره جوخت یې زړه د کلي د اخون په لور زرکې بایلود. په زرکې زړه بایلل څه د حېرانتیا خبره نه وه. هغې ته خدای داسې پېغلتوب ورکړې و. تا به ویل د چین ښاپېرۍ ده. سپینه سپینه او پسته مسته. هر خیالور زلمي چې به د زرکې دوه سترګې ولیدې نو بیا به یې د هغې په مینه مستې شپې ورځې تېرولې او سودایې به ګرځېده. نور به له هغه د ژوند کاروبار پاتې و او لکه ملنګ کچکول په غاړه به د هر کلي د سپو د غپا شو. ډېرو ځوانانو به لا په خیال کې د زرکې په څنګل خوبونه کول. ډېرپه زرکې پسې لیوني ګرځېدل، خو زرکه د هېچا په کیسه کې نه وه.                                                                                                   


 زړګې د کلي د شونډو ژرنده ګړي زوې و چې خداې ورته ښه ځواني ورکړې وه. آن داچې ډېرو ځوانانو به د ده په ځوانۍ رخه کوله او ویل به یې :                                       


ـ د ژرنده ګړي زوی ته ګوره او داسې ځوانۍ ته، غټې سترګې او جګه ونه!


خدای خبر چې ولې زرکه نن د غنمو ټوکرۍ په سر ژرندې ته د دانو اوړه کولو لپاره راغلې وه. ځکه د هغې مور به پخپله دانې اوړه کولې اوهغه به یې نه پرېښوده چې چېرته له کاله ووځي. کله چې د زړګي سترګې د زرکې په سترګو ښخې شوې، څه عجیبه غوندې شو. سوربخنې سترګې یې زرکې ته نیغې نیولي او فکر یې چېرې لری د خونړي سیلاب په څېر له نا آشنا پرخو سره ډغرې وهلي. زرکې خپله د غنمو ټوکرۍ له سره ښکته کړه او زړګي ته ېي په تريو تندي وويل:                                                                              


 زما نوبت به کله وي؟                                                                                 –


 خو زړګي چېرې د زرکې خبره واورېده. هغه لرې چېرې تللی و،ته به وایې ساه ورنه ختلې. بیا زرکې په تونده لهجه وویل:


   تاته وایم، بېده خو به نه یې، چېرې تللې یې؟-


زړګی د زرکې د دې خبرې سره لکه له خوبه چې راویښ شي:


ـ څه دې ویل، فکر مې نه و، نه پوهیږم ولی داسې……


ـ داسې داسې پرېږده، څه وخت مې د غنمو اوړه کولو نوبت رارسیږي، کاله کې مو اوړه خلاص شوي؟


ـ اوس خو د غاټول اکا دانې پرتې دي او له هغې پسې که د خدای رضا وه، سمدستي به ستا نوبت وي.


ـ ښه خو چې ناوخته یې نه کړې، نه چې وږي او نهار پاتې شو، ګوره چې نوبت مې بل چا ته ورنکړې.


زړګي په خپلو ګردوهلو شونډو ژبه تېره کړه او ویې ویل :


ـ بل څوک هم نه او ستا نوبت به هېرومه!


د زرکې په لیدو په زړګي څه بل شان اثر پریوت چې هغه یې له نوې نړۍ سره آشنا کاوه، هغه چې ده یې خوب هم نه و لیدلی او نه یې په خیال کې راتله. لږ څه موسکې شو، خپلې اوږې یې پورته وغورځولې، له ځانه سره یې پټ څه زمزمه کړل، د اوړو له ګرد نه په ډکو شونډو یې نرۍ خوښي څرګنده شوه. د ژرندې پل ته ځیر شو چې ستړی غوندې ښکاري. له ځانه سره یې وویل: لکه چې غنم په ژرنده ډېر شوي، څرنګه پل مټ ګرځي. روان شو، کرکړې یې پورته کړاو بیا په نامالومه چرت کې لاړ. ښایسته غوټه شېبه ورک و،هېڅ ځان   ته یې پام نه و چې په دې کې یې ښایسته ګل اکا سر ته ولاړ و:                                


 وه هلکه ! څه درباندې شوی، په سد خو به یې ، څنګه خالي ژرنده ګرځوې؟ –


زړګې په شونډو کې له ځانه سره غږېده:


 آه، خدایه! څنګه واروپار مې نن بیخي ختا دی، دا په ما نن  څه شوي؟   –


ښایسته ګل اکا له قهره وویل:


 نه په تا نه په ما شوی، شوګیر خو دې نه دی کړې؟     –


 زړګي ژر ژر کرکړی ښکته او دانې یې برابرې کړې. ښایسته ګل اکا ترې د خپل وار تپوس وکړ او په خپله مخه لاړ.                                                                             


 زړګي په ډېره مینه د زرکې دانې اوړه کړې او په ډېره تلوسه یې د هغې د دوه سترګو لیدو ته لارې څارلې. هر څوک چې به د ژرندې په دروازه ورننوت او په ده به یې سیوری ور پرېوت نو د ده به پوره پوره ګومان شو چې له خېره زرکه ده، خو کله چې به یې سترګې په بل تن ولګېدې، لږ څه خواشینې به شو.                                                                  


ښایسته غوټه شېبه یې سترګې د ژرندې په وره کې ښخې کړې وې، ټول فکر فکر و او هره شېبه په همدې یو سوچ کې و چې همدا اوس به راننوځي، کله ناکله به یې د هغې سیوری احساساوه چې هغه دی له خېره راغله. دې لا همداسې په مستو خیالونو کې مست و چې د    زرکې مور په دروازه راښکاره شوه او زړګي ته یې وویل:                                      


ـ زما دانې دې اوړه کړي زویه ؟


ـ هو،ترورې! ښې ښایسته مې اوړه کړي، ښه پوره پام مې پرې کړې، بیخي خاطرجمع     اوسه.                                                                                                  


ـ الله دې د سرې ډولۍ خاوند کړه، د زړه ارمان دې ووځه. هغې ټوکرۍ په سر او له ژرندې ووته.                                                                                                   


د زرکې په یو وار لیدو سره په زړګي دومره اثر پرېوتی و چې بې واره به یې د سوچونو لړۍ د هغې په خوا ورتلې او هغه یې دې ته نه پرېښود چې خپل کاروبار د پخوا په شان تر سره کړي. زړګي ته سمدستي د مومن خان او شیرنۍ، ادم خان او شېربانو پخوانۍ کیسې ور په یاد شوې. هغه یواځې نوموړې کیسې د ساز او آواز سره یو ځای د سندرغاړو له خولې اورېدلې وې خو چندان باور یې پرې نه راته. خو نن ورته هغه رښتیانۍ مالومې شوې او دایې هم ذهن ته راغله چې د هغوئ د ژوند کیسې به همداسې شروع شوي وي. بیا یې ناڅاپه د هغوئ برخلیک ته پام شو چې څرنګه یې په مینه کې کړاوونه زغملي، شپې یې بې خوبه کړي. څومره په چم ګاونډ کې د خلکو د خولو شوي، څومره پېغورونه، له مینې د هغوئ د پای ټکي او بلاخره د هغوئ له ژوند نه د کیسو او داستانونو جوړېدل او په نیمو شپو له ډول ډبلو سره د هعوئ مستې کیسې او….خپلې اوږی یې تاوې راتاوې کړې. د بدن شخي یې ونیوه او ويې ويل:                                                                                                                                      


 زما یې له دې کارونو سره څه، هغه هم د یوه ژرنده ګړي زوې. مونږ خو لا په نیمه ګېډه ماړه نه یو، پردئ ژرندې ساتو، پاتې لا مین زړونه او له ښکلو سره د مینې په بستر مست خوبونه. بیا یې دې ټکي ته پام شو چې خواران او غریبان هم زړونه لري. د هغوئ زړونه خو له کاڼو نه دي جوړ شوي. هغوئ هم د غوښو زړونه لري او له دې سره جوخت یې       ځانته د خوښۍ دونیاګۍ جوړه کړه:                                                                 


                                                                                                           ګڼه ګوڼه، د واده ورځ، د مېلمنو قدر او عزت، د ډولۍ بندوبس، د ناوې راوستل او بلاخره د واده شپه او….او خدای خبر که شمسو اکا آمسا په لاس ژرندې ته نه وای راغلې، نو نور به یې څه ګزو ګام کولو.               


 وه زلمیه! څنګه دواړه لاسونه دې په سر ایښي او پړسېدلی ناست یې؟-


ـ ستړې مه شې کاکا! هسې خپل قسمت مې جنګولو، څه وکړم یواځې ناست یم، د مشخولا هم څوک نشته، ښه شو چې راغلې.


ـ ولې زه به اوس په دې زاړه ځان له تاسره کېنم او ستا مشخولا به جوړوم، بل کوم کار به نه لرم.


ـ هسې ټوکه مې وکړه، خفه نشې کاکا!


ـ ولې به خفه کېږم زویه! ګوره ترور دې دانې راوړي چې ښې مزه دارې یې راته اوړه کړې د پخوا په څېر.


 په تکو تورو سترګو کاکا!-


بس د زړګي کار له همدا نن  نه شوې و. د ده د سودایی ژوند سپرغۍ په ځلېدو وه. لکه څوک چې یو نوی شی تجربه کوي. بیخي نوی.


د زرکې خیال هم بدل غوندې ښکارېده. ګر چې ډېرو، آن تنکیو ځوانانو چې زرکه لیدلې وه، د هغې په ښکلا او ډول زړونه بایللي وو او د زرکې په کوڅه کې به یې ګزمې کولې، ګوندې که د زرکې دوه سترګې وویني. مګر د زرکې په یوه هم سترګه نه سوځېده، خو نن یې مور ته په زړه خوړونکي آواز وویل:


 مورې! د کلي هلکان دې میرات شي سړی په سترګو سترګو کې خوري. –


مور یې له قهره خپلې شونډې وچیچلې او ویې ویل:


ـ له کاله مه ووزه او مه د سپین سترګو په کیسه کې کېږه، د چم ګاونډ له هلکانو سپي جوړ شوي. بې ځایه خبرې پرېږده، د غرمې وخت دی، سابه تبې او ډوډۍ تیاره کړه چې وه یې خورو.


  ښه مورې! دادی اوس به یې تیاره کړم.-


 لږه شېبه پس کله چې زرکه په کار اخته وه، د سبو سوی بوی ولټېد او د مور تر سیږمو یې راورسېد. مور یې په تونده لهجه وویل:


ـ چېرې يې زرکې! دا په تا نن  څه شوي، کله اپلتې وایې او کله سابه سوځوې.


 اه، خدایه! سابه وسول او په ډېره چابکۍ یې هغه له اوره ښکته کړل. –


د شپو ورځو تر څنګ د زړګي او زرکې خبرې روانې وې. له یوې ورځې نه بلې ته د زړګي مینه له خپل روزګار سره کمېده او ورسره سم یې ځانته د لټو امېلونه جوړول. دا خو پر ځای پرېږده آن داچې په رنګ او بڼه کې یې هم بدلون پېد ا شو. که به کاله کې و او یا هم ژرنده کې، ټول وخت به دې و او سپېرې شونډې. خندا یې بیخي هېره کړې وه. د کور د غړو یې ګومان راغی چې زړګي کومه بېماري پېدا کړې. مور خو یې ویل که چېرې د وړوکي مال پوټکی ور واچول شي او خدای پرې ورحمیږي جوړ شي. د کور د دې اوتو بوتو بوی تر زړګي راورسېد، هغه وویل:                                                                         


ـ څه خبره ده! اوس په روغ صورت راته د پوټکي بندوبس کوئ. زه هېڅ رنځور نه یم او نه مې کوم مرض پېداکړې. په دې کې یې مشرې خور خبرې پرې کړې:                          


ـ نه داسې نه ده! زما ورور لکه چې زلمی شوې. تاسو یې بیماري نه ده پېژندلې.           


په دې کې زړګي وویل:                                                                             


ـ غلې شه اپلتې مه وله.                                                                             د خور خبره یې د مور او پلار ذهن ته لږ شانې پرېوته او سرونه یې وخوځول. هغه و چې د کلي په پېغلو او پېغلوټو ورسم شول او د هرې یوې ذکر یې کاوه، خو زړګي به خبره یوې او بلې خواته اړوله. خو کله چې یې خور د اخون لور زرکې نوم په ژبه کړ، زړګی غلی شو او له دې سره جوخت د پټ رمزه  سوچونو توپان په مخه کړ:                                     


شپه نیمې ته رسېدلې. چوپه چوپتیا ده. ټول په خواږه خوب بېده دي، خو یو نیم غرنې لیوه د نیمې شپې د مینانو د خوږو مجلسونو آزارول کوي، لاټین بلیږي او څنګ ته یې زړګی د زرکې سره په پستو او زړه راښکونکو خبرو لګیا دی، او لاسونه یې د خپلې مینې زلفې لوبوي.                                                                                                  


 توبه توبه! دا په هلک څه شوي، چېرې یې وه زویه؟                                            –


  ولې څه….څه وشول، همدلته یمه،هسې…. –


 ولې نه! دلې یې، تا به ویل خدای مکړه کومه پېښه شوې.  –


نه داسې نه ده مورې! –


بېخي نه ده! –


هغه و چې مور او پلار یې وپتېله څو د اخون کره ورشي اوزرکه ترې د زړګي لپاره وغواړي. مور او پلار یې په ډېرې لېوالۍ سره د اخون کره روان شول او کله چې د اخون کره ور ننوتل، هغوئ نیولي غوندې شول، ځکه هېڅکله شنډو اکا سره له خپلې میرمنې د اخون په جونګړه نه وو ورنوتي او هغه هم لږ څه په پاکو ختو کې.


  ـ په خېرونو په خېرونو! دا نن لمر له کومه راوختو! او بله داچې تاسو ته خو بېخي خپله ځواني در په یاد شوې!                                                                            


 مونږ لا مخکې څه ځواني درلوده اخونه وروره، پاتې لا اوس. هسې راپورې مه خانده. –


ـ ستاسو سیالي له چا نه کمه ده. بې ځایه خبرې پرېږدئ. هله زرکې بچۍ چایجوش په نغري کېږده، سمې چای جوړې کړه، نن  ډېر خواږه مېلمانه راغلي.


لور یې وویل:


 ښه پلاره! او سپکه له ځایه پورته شوه.  –


اخون او شنډو اکا سره له خپلو میرمنو د دونیایي کاروبارونو ډېرې سپکې سپورې وویلې او تر څنګ یې ښه یوه خوله خندا سره وکړه. کله چې چای وڅښلې شوې، نو شنډو اکا زیاته کړه:


ـ اخونه وروره! یوه خبره کوم چې راباندې په غصه نه شې.


زر کرته خو يې وکړه، ولې به په غصه کېږم وروره!-


 مونږ خو هسې هم ستا د پښو خاورې یو!-


 – غلطه خبره مه کوه وروره! زما د ځیګر ټوټه یې.


– خبره خو د زړګي او زرکې کومه. که خدای پرې راضي شي او تاسې. زما د زوی یواځې ستاسو کور خوښېږي، هغه که د ځان کړې، ستاسې خدمتګار به وي.


  هغه هغه پرېږده شنډو وروره! (له خپل پوزي سره پښې غځول پکار دي)!  –


  ګوره اخونه وروره! مه مو مایوسه کوه، موږ ډېر په امید راغلي یو.-


ـ ده له ګوره!( چا په کلي کې نه پرېښود، ویلې آس مې د ملک کره وتړئ)! داسې وکړه چې  اوس خو زموږ د لور د ورکړې کومه اراده نه شته. د کور کارونه راله کوي او بل داچې هغه لا ماشومه ده. نور را سره هغه دغه پرېږده،بل کوم ځای ولټوه، هر چاته چې یادونه وکړئ، نه به پکې نه وایې. په دې باره کې له ما نور تپوسونه مه کوه. دا کار هېڅکله هم نه کیږي او مه مې زیاتي ماغزه خوره. کله چې اخون په تریو تندي سره داخبرې کولې نو میرمن یې چې د شنډو د ښځی اوربلې څنګ ته ناسته وه، سپکه پاڅېده او بلې خونې ته لاړه.          


شنډو اکا چې نور ورته د بل کوم  سوال ځواب پاتې نه و، او نه یې خبرې کوم ارزښت درلود، ځان ورته ډېر کمزوری مالوم شواو له هرې بلې خبرې یې دې ډېر زیات زړه ودرداوه چې ویل یې: (چا په کلي کې نه پرېښود، ده ویل آس مې د ملک کره وتړئ) یا (د خپل پوزي سره پښې غځول پکار دي). هغه و چې خپلې میرمنې اوربلې ته یې وویل:                    


ځه چې ځو، یا به زموږ نصیب خراب وي او یا به د زړګي لیک تر اوسه نه وي شوې. سپک پاڅېدل او له کوره ووتل.                 


په کاله کې د زړګي سترګې یواځې او یواځې د لویې دروازې په وره کې ښخې شوې وې. که به کوڅه کې هم څوک تېرېده او ده به یې د پښو دربا واورېده نو همدا به یې ذهن ته راغله چې اوس به یې په دروازه د خوښۍ زېری راننوځي. هغه و چې له لږ ځنډ وروسته یې مور او پلار په دروازه راننوتل. کله یې چې د مور ټنډې ته پام شو،چې له قهره لو لپه ده او د مخ ګونځې یې لا پسې پړسېدلي، نو زړه یې ټوپونه شروع کړل. ده لا پوښتنې ته ځان جوړاوه چې مور یې پرې را ړومبۍ شوه:                                                                   


سرخوړلی دې شي! نور هر څه یې لا پر ځای پرېږده، د ستغو سپورو یې په مونږ څه حق و. له خپلو بچو دې خلاص شي. که لور یې نه راکوله، نو د بدو ردو یې څه حق و. د لور سر ته دې کېني.                                                                                              


ـ نه مورې! داسې مه وایه. لور یې څه ګناه کړې. د هغې مسکینې هېڅ قصوراو ګناه نشته. په دې کې یې پلار د زړګي خبرې پرې کړې او ویې ویل:                                                


 (ملنګ ته یو ور پورې او سل بېرته). په دې کې به زمونږ خیر وي. زړګی د پلار په دې خبرو پوره وسوځېد، لکه په زخمونو یې ورله چې مالګې دوړوي، بې صبرانه یې وویل:     نه پلاره…نه داسې مه وایه! د اخون د لور نه پرته که د جنت حوره وي پکار مې نه ده.      شاید زما په نصیب کې به کوژده او واده نه وي لیکل شوی او نه به مې د زړه آرمان پوره


 کیږي، خیر( یتیم په ژړا پوخ دی).دایې وویل او له کوره ووت.                                


هغه ورځ چې د زړګي مور او پلار د زرکې د غوښتلو لپاره د اخون کره ورغلي وو او زرکې د وره له شانه د خپل پلار له خولې د رد ځواب اورېدلی و، له هغې ورځې راهسې د زرکې په زړه پولۍ پخېدل شروع شوي وو، او دا له دې وجې په کومه ورځ چې د زړګي او زرکې لیده کاته په ژرنده کې شوی وو، له هماغه ورځې د زرکې زړه څه بل شان ښکارېده او د زړه طوطي یې د زړګي په منګلو کې ښکېل شوی و.  خو د نن ورځې د رد ځواب وروسته هغې ته خپل کور له هغې پنجرې نه چې د هسکو هسکو غرونو نه پورته الوتونکي پکې بند پاتی وي، کم نه و. څه به یې کړي وای. هغې د خپلې پښتنې ابرو له مخې د خپل پلار په سترګو کې شګې نه شوای شیندلای. هغه بنده پاتې وه، بنده مرغۍ .                                   


وختونه تېرېدل او د وختونو تر څنګ د زړګي او زرکې ژوند له یو عالم خواشینیو او     کړاوونو سره روان و. د زړګي دونیا په کراره کراره بدلېده او کټ مټ د لیونو او ملنګانو د نړۍ په لور روانه وه.                                                                                


هسې خو د زړګي سروکار له ژرندې او اوړو سره و. مګر اوس به ببر سر، څېرې ګرېوان، شلېدلې څپلۍ له زړو ختو سره ګرځېده. خو نن سبا خبرې چېرې پټې پاتی کیږي. آن له وړو وړو خبرو خلک غرونه جوړوي. په کلي کې ورو ورو د ګونګوسو بوی خورېده چې د شونډو اکا په زوی څه شوي چې اوس ترې د کلي واړه او پېغلې ډارېږي. ځینو خپلې لوڼې ژرندې ته له لیږلو بندې کړې. ځینې ښځې چې د زړګي له کیسې خبرې نه وې، ګومان یې کاوه چې چېرې په چرسو او پوډرو لکه چې اوختې. خو ځینې چې په کیسه پوه وې پټې به پسېدلې او ویل به یې:                                                                                


 نه، داسې نه ده. د شینډو زوې د اخون په لور مین دی. جرګې او مرکې یې پرې وکړې، خو هغوئ خپل سیالان ونه بلل. له همدې کبله د شنډو زوې په دې غم اخته شوی. یوې نیمې ښځې به دا هم پسې غوټه کړه چې د اخون لور هم اوس له پخوانیو ټوپونو غورځېدلې. هغه هم کله ناکله کاواکه شي اوچټي پرتې د ښځو او نجونو په منځ کې شروع کړي. لکه چې د هغې بېچارګۍ ماغزه هم مخ  په خرابېدو دي. بې ځایه خاندي لکه پېریانو چې نیولې. ځینې وخت بیا داسې غلې ناسته وي چې خوله یې په امبور نه خلاصیږي. سړی فکر کوي چې چایې برخه خوړلې. حېرانه دېرانه اخوا دېخوا ګوري چې بیا پرې د سړي زړه سوځي. قهرجنو ښځو به بې اختیاره د هغې مور اوپلار ته بد رد ویل، چې دا ټول کارونه یې د ناشولته پلار دي. ولی یې نه ورکوي. د شنډو زوی په کلي کې له چا نه کم دی. ښه خیالور زلمی دی. له حیا نه به یې سترګې ځمکې ته نیولی وې، که نه نو د کلی ټولې ښځې او نجونې به ژرندې ته تلې راتلې، چا خو به یې بد ویلي وای. په کلي کې د خوارکي هېڅ جوړه نه وه. څه وشول چې غریب و او لیونی یې کړ. اخر اخون ناشولته به یې د کوم باتور زوې ته ورکوي. خو زمونږ یې زړونه ورله په مسکینې لور خوږېږي. ښکلې او ډولي جنۍ وه، اقربه یې له سیالۍ وویسته او روغه لېونۍ یې کړه. ورته ګوره چې ډېر ژربه د پېغلو له ناستې پاستې ووځي. وایې چې ښکلي د هر چا خوښیږي او بیا لا ښکلې پېغلې خو پر ځای پرېږده! که هر رنګه زلمی وي، که خدای ښه ځواني ورکړي وي او یاهم ګوډ شل.د ټولو د زړه له کومې هېله وي چې د ښکلې میرمنې خاوند دې شي او بیا دې له هغې سره د مینې په بیستر خوږې شپې ورځې تېرې کړي. خو ځینې داسې بختونه هم بېدار شي چې ډېره ښکلې او ډولي پېغله دې د ډېر کاږه واږه او بدرنګ په پنجو کې بنده شي. ډېر وایې دا د نصیبو خبرې دي. خو ځینې وخت داسې هم پېښ شي چې ښکلې او ډولي ښاپېرۍ دې د پیسو او یا هم د ځینو مجبوریو له کبله ښکار شي او ځینې وخت داسې کانې هم وشې چې پسرلنۍ غوټۍ دې د توپانو داسې څپېړه وخوري چې د خاورو خوراک شي. امیدونه یې په اوبو لاهو او د ناخوالو په ګرداب کې دې راګیره شي.هسې خو هره غوټۍ له ځانه سره اغزي هم لري. مګر ځینې وخث بیا د اغزو له وسه او توانه هېڅ نه وي پوره او د ګل خندا په ژړا بدله شي.           


  د زرکې ژوند کټ مټ دغه غوټۍ ته ورته شو، یا هم هغې توپاني بېړۍ ته چې د سمندر په زړه کې له سخت زړه بګنوونکي توپان سره ډغرې وهي او هره ګړۍ یې د ډوبېدو خطره وي. ډېرې تودې جرګې او مرکې د زرکې پسې تلې راتلې او د شونډو اکا غوندې به نا امېده او مایوسه له وره وتې. خو په زرکې یې هېڅ کوم اثرنه کاوه او نه یې د هغې خوارکۍ په پټو زخمونو پټۍ ایښودلای شوای. له زړګي وروسته هغې ته ټول ژوند بې مانا او نیمه خوا ښکارېده او نه د چا په کیسه کې وه.                                                                


لږه موده لا تېره شوې نه وه چې د ګلو خان د حوسونو تورې څپې د اخون د لور زرکې په لور کږې شوې. ګلو خان زامن خو یې لا پر ځای پرېږده، آن د لمسو خاوند دی. او ږیره یې هم که نن سبا یې مرګی دروازه ونه ټکوي، سوچه سپینېدله. بیا هم د نوې کوژدې او نوي واده په تکل کې و.                                                                                    


 ګلو خان له اخون نه د زرکې د غوښتلو په نیت د هغه په وره ورننوت. له تود هرکلي وروسته، کله چې یې د مستو ډکه کاسه له ستوني تېره کړه او د دود په ډول یې لږه شېبه    وروسته چای هم وڅښلې نو بیا یې داسې خوله پرانیستله:                                     


 ـ اخونه وروره! خدای دې مه خواروه. همېشه دې خدای ډوډۍ ګرمه او اوبه یخی لره.


ـ خان صیب دا ټول ستاسې له دعا او برکته دي. ستاسې سیوری دې خدای همېشه پر مونږ لري. څنګه دې نن زمونږ د غریبانو تپوس وکړ.


ـ نه وروره! ستاسې تپوس او پوښتنه پر ما حق ده، او بل داچې غوښتل مې یوه خبره درته وکړم که بدې در ته نه ښکارمه.


 خدای مه کړه! سل کرتې خویې وکړه خان، تاسې پوره حق لرئ.  –


ـ خبره داسې ده، که چېرې خدای پرې ورحمېږي، تاته خو پته ده چې ته زما له وړوکوالي دوست یې. نو که چېرې دا دوستي لاپسې ټینګه کړې، ښه به وي.


 پوه نه شومه خان چې څه مطلب دې دی. –


ـ هسې د ځان لپاره مې د زرکې د غوښتلو خبره کوله.


له دې خبرې سره جوخت اخون غلی غوندې شو، او په کوم اوږده چرت کې لاړ. خدای خبر چې څه یې په زړه کې ګرځېدل، چې په دې کې  ګلو خان بیا تپوس ترې وکړ:


 وروره! لکه چې زما خبره درباندې ښه ونه لګېده، که څنګه؟  –


ـ نه وروره داسې نه ده! ستا خبرې هېڅکله هم داسې نه وي چې په چا دې بدې ولګیږي. او بیا له دې سره په سوچونو کې شو:


له یوې خوا یې ځوانه لور زرکه، له بلې خوا د خان صیب شته او دوستي او …د دې په څنګ کې د هغه اولادونه خو لا څه کوې آن د هغه لمسي، بیا هم د هغه غوړ لیستوڼی او جایداد او…                                                                                             


 اخونه وروره! غلطي خو مې ونه کړه چې بیا چېرې لرې لاړې؟ –


ـ نه وروره! تاسې او غلطي. داسې هېڅکله کېداې نه شي. ته داسې وکړه چې زه به بېګاه ته د وړو مور سره سلا مشوره وکړم، سبا ته به که خیر وي تاسې ته ځواب درکړم.


 وروره! چې خبرې ورځو ته پرې نږدې، سودایې ژوند مې نه خوښیږي.     –


ته بې غمه شه،سبا ته ځواب درکوم له خېره. –


 ګوره چې د خیرغږ وي او د خوشالۍ غږ وي! –


  ته فکر مه کوه خدای به خیر کړي. –


هغه وچې په لنډه موده کې د ګلو خان او زرکې کوژده تر سره شوه. د اخون پدې کار د چم   ګاونډ ټول خلک هک پک شول. پېغلو به د زړه له درد او جوشه ویل:                           ګلی خداې په دې عمر وشرماوه. توبه خدایه بوډا او زرکه خوارکۍ؟        –


هېڅ د منلو وړ نه ده. د زرکې په کوژدې زړګی سوچ لیونی شو. هغه اوس د شپې په تروږمۍ کې له کوره وځي او هېڅ پته نه لګیږي چې چېرې ځي. ځینې وخت داسې هم راشي چې په شپو شپو ورک وي.                                                                          


څو میاشتې لا تېرې شوې نه وې چې د ګلو اکا واده تیار شو. ښه مست ډول ډبلي غږېږي.     مازیګر مهال و چې د زرکې ډولۍ د کلي له وستل نه تېرېده او د وستل په کونج کې لوغړن، څیرې ګرېوان لېونی حېران دېران ولاړ او ډولۍ ته یې دوه سترګې څلور کړي.زړګي لیوني! له همدې شپې وروسته بیا چا د زړګي دوه سترګې ونه لېدې.ته به وایې زمکه وچاوده او دې پرې ننوت.                                                                                            


پاکستان- د ټکسلا ښار


 ـ ۱۹۹۵ ۰۵ -۱۲