په ګردي ځنګل کي پښتو کتابتون پرانستل سو
تېره ورځ دکوټي په ګردي ځنګل پنډغالي کي دکډوال کلتوري غورځنګ له لوري چي سرپرستي یې داجمل جماليارپه غاړه ده داريانا په نوم يوکتابتون دهمدې کمپ کډوالولپاره پرانستل شو چي په لسګونوکسانویې دافتتاح په مراسيموکي برخه واخيسته .
داکتابتونه هره ورځ دماپښين له څلور بجو څخه د ماښام تر لمانځه پوري د کتاب د مينه والو پر مخ پرانستئ وي . په دې کتابتون کي په يوه وخت پنځوس کسان مطالعه کولای شي.