کور / شعر / لشې

لشې

د خوبونو فصل ټول ږلئ وهلی
د ارمان دشته مې غنې غنې غنې
دا کوټه په معجزو نه ودانیږي
چې بشونه مې خرڅ کړي هم مې ستنې
*************************
ژړوي چې مې هغو خلکو ته ژاړم
دا ژړا چې مې اثر نه لري یاره
دلته ځکه ارزاني ده د سرونو
چې د سر سړی مې سر نه لري یاره
*************************
د سحر په تمه تمه کې بوډا شوم
چې پیدا یم ماسخوتن ماسخوتن دی
سپرلی راشي بیرته لاړ شي خبر نه شم
زه سپیره یم که سپیره زما وطن دی؟
*************************
د تدبیر دښمن ته ګوره څومره پیړ دی
د تقدیر د غلامئ څومره مزه ده
د تکل وجود يې ځاي کړ په توکل کې
د لالي سره مې داسې ایجازه ده
*************************
زه د زمکې مخلوق نه وینم فنکار یم
د سپلمئ بوټي ته ناست یم چنار ستایم
ماته نه ښکاري سلګئ او فریادونه
د ښامار په خله کې پروت یم خمار ستایم
*************************
زمکني حقیقتونه به څرګند کړي
تخیل نه دې وزر پریکول غواړم
عندلیب دې بدلون غواړمه په سر کې
هغه نه یمه چې سر پریکول غواړم