دننګرهار کرکټ منتخبه ډله پېښور ته ستنه سوه

د لراوبر اداره | مارچ 11th, 2012


دننګرهار ولايت دکرکټ منتخبه لوبډله دپنځه يوه ورځنيو سياليو په موخه کوزې پښتونخوا ته ولاړه .


دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امر قرارعزيزي وايي دراتلوونکي ولايتي سياليو دامادګۍ په موخه يې دننګرهار ولايت منخبې لوبډلې شل لوبغاړي ديوه مدير او روزنکي په ګډون دلسو ورځو په موخه کوزې پښتونخوا ته واستول .


نوموړى زياته کړه دننګرهار منخبې لوبډلې لوبغاړي به په دغه لس ورځني سفر کې پنځه يوه ورځنۍ سيالۍ اوپنځه ورځي تمرين ترسره کړي .


دعزيزي په وينا ننګرهار لوبډله به دوه يوه ورځنۍ سيالۍ دپيښور منخبې ،يوه،يوه ورځنۍ سيالي دملک کلب  او دوه نورې لوبې به دبيلابيلو کلوبونو سره ترسره کړې .

Copyright Larawbar 2007-2024