کور / شعر / دزړه درد دپنچوانې دوژل شويوماشومانو په وير

دزړه درد دپنچوانې دوژل شويوماشومانو په وير

آه :ولي! اى ظالمه اې وحشي انسانه.


څه دې وكړل، څوك دې ووژله؟


په چاه دې ايشيدلى زړګى يخ كړ.


ته خبر يې چې ؟


 تاهغه كندهاري ماشومان.


په سردځمكې ګلالي ماشومان.


چې له لوږي مازديګر بيديده


هغه ځوريدلي تنكي ماشومان


په راڼه سهار له تېغه تير كړه.


اى ! بي شرمه ځناور انسانه.


په نړۍ كې بي پلاره اوبي سر انسانه.


دتړلي سپي په  شان دي .


هري خواته  خوله واچوله.


نه دي ماشوم او نه دې لوى وكاته .


نه  دي پلار اونه دي زوى وكاته.


هسي دي وډاړل تباه دي كړله.


په سرو وينوكې دي ولمبول.


آه :ولي! اى ظالمه اې وحشي  انسانه.


څه دې وكړل څوك دې ووژله؟


په چاه دې ايشيدلى زړكى يخ كړ.


  ته به هم ځواب لري.


ستا ځواب به داوي.


چې مالقاعده وژلي .


زه باتور شومه نن.


 ما ددې كلي سر غنه وژلي دي.


ما دميرويس  او احمدخان په كوركې.


شپاړلس تنه په كلكه عقيده وژلي


نه  داسي خو نه وايي


ته وايي چې زه يو عصبي عسكر وم


نه پوهيدم يو شرابي عسكروم.


 د ديموكراسى او دبشر دحقونونړيوال ټيكه دار.


زه  سوله سا تى امريكايي عسكروم .


نو بيا دي ولي داسي وكړه؟


دا ستا بشر دوستۍ وه ؟


په سترګو وړوند شي دا ستا ديموكراسي وه؟


پوهيږوچې داكار دى په سلاح كړى دى.


ته په خپله عقيده كې ملامت نه يې .


ستا فكر سم دى ته غلط نه يې.


تا دوحشت  لپاره سل ډوله وسلي جوړي كړي .


دبشريت  په ضد دې توپ او تياري جوړ ي كړي.


خپل كوركلى او هغه محل ته خو څه.


تا دنړۍ دتباهۍ لپاره دسيسي جوړ كړي.


آه :ولي! اى ظالمه اې وحشي  انسانه.


څه دې وكړل څوك دې ووژله؟.


په چاه دې ايشيدلى زړكى يخ كړ.


آه ! دنړۍ دهشت ګر انسانه .


دا لا تر اوسه وه تنكې ماشومان


دامريكاه  په دښمنۍ نه  پوهيدل.


دا راته ووايه چې څنګه دې پيداكړه لاره؟.


چاه ور ويستي ؟


چاه در ته وښودل ؟


 له پرون نه وږي په  خوب ويده ماشومان.


هغه دمور په غيږ كې خواره واره ماشومان.


لوڅي پښي پټ او پيكه ماشومان .


چاه درته وويل؟:


چاه درته وويل چې دلته ملاعمر پټ دى


دلته  دنړۍ په وړاندي ستر خطر پټ دى.


ورسه وژنه  يې پري يې نږدي


دلته ددراتلوونكې يو رهبر پټ دى.


آه ولي ظالمه ؟


اى دنيا په سر ستر ظالمه .


كه سپينه  سپينه درته ووايم .


او كه  سپينه  سپينه راته وايې.


نوسره  پوه به په خبر شوو.


چې مطلب دي انتقام مطلب دي انتقام وو.


 ليكوونكى زين الله ستانكزى په هلمندكې دپژواك خبري اژانس خبريال