کور / تازه خبرونه / دولتي پلاوي د زنګاوات د پېښي د قربانيانو سره وليدل

دولتي پلاوي د زنګاوات د پېښي د قربانيانو سره وليدل

کندهار افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس لخوا کندهار ولايت ته د تيري يک شنبې د ورځي د غمجني پيښي د پلټني لپاره رالېږل سوي هيئت، کندهار والي، د ولسمشر ٢ وروڼو، په کندهار کي د ولسمشر خاص استازي، د کندهار امنيه قومندان او د ولسي جرګې ٩ تنو غړو په پنجوايي ولسوالي کي د هغو کورنيو سره غم شريکي وکړه چي د کورنۍ غړي يې د يک شنبې په شپه د امريکايي سرتيري لخوا ووژل سول.
په دغه پلاوي کي چي نن يې د پنجوايي په ولسوالۍ کي د وژل سوو ملکي کسانو له کورنيو او خپلوانو سره ليده کاته وکړل د ملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال شېر اغا کرېمي، د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمان رحمان، د هيواد د چارو د ادارې استازي بريد جنرال انور شاه ابراهيمي، د ملي امنيت رياست استازى ډګر جنرال عبدالقيوم کټوازى، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د تفتيش رئيس عبدالحبيب جبارخېل او د ولسي جرګې ٩ تنه غړي شامل ول.
دغه پلاوي نن د پنجوايي ولسوالۍ د بلمبي کلي په يوه مسجد کي د يک شنبې ورځي د پيښي قربانيانو ته دوعا وکړل او کورنيو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز د قربانيانو له خپلوانو سره د ليدني پرمهال وويل چي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټوله اداره په دغه پېښه باندي سخته خفه ده او له متحدو ايالاتونو سره کار کوي چي عاملين يې د خپل عمل په سزا ورسوي.
هغه زياته کړه چي ټوله اداره په دغه غم کي ځان له تاسو سره شريک ګڼي او تر وسه وسه هڅه کوي چي په راتلونکي کي د هيواد په کچه ددې ډول پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونيسي.
 
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم په خپل نوبت سره له قرباني سوو کورنيو سره غم شريکي وکړه او هغوى ته يې ډاډ ورکړى چي په سم ډول به تر هغه حده چي ممکنه وي د پيښي پلټنه کوي.
نوموړي زياته کړه چي ولايتي اداره په دې درانه غم کي له يادو کورنيو سره ځانونه شريک ګڼي او ژمنه کوي چي د تحقيقاتو په برخه کي به زياته هڅه کوي چي ژر يې پايلي معلومي سي.
هغه د خلکو سره د ليدني پرمهال وويل چي دامهال ټول د ځانګړي ټيم لخوا د پيل سوو پلټنو پايلو ته سترګي په لاره دي او هر څومره ژر چي دغه پلټني پاى ته رسيږي هغومره ژر به د عاملينو د معلومېدو او سزا کېدو پروسه هم ژر او شفافه سي.