کور / تازه خبرونه / زابل : پر اړو کورنيو مرسته وېشل کېږي

زابل : پر اړو کورنيو مرسته وېشل کېږي

په زابل ولايت کي پر يو شمېر اړو کورنيو باندي د کرهڼي وزارت له لوري چمتو سوي مرستي ووېشل سوې.
په سيمه کي د زابل ولايت مرستيال والي محمد جان رسوليار خبريالانو ته وويل چي ياده مرسته چي غنم ده او وزن ئې ٤٥٠٠ ټنه ته رسېږي پر شااوخوا ٤٥ کورنيو به ووېشل سي او يوشمېر اړي کورنۍ به د غربت او مسکنت څخه تر يوې کچي خلاصي سي .
نوموړي وويل چي ياد توکي دوى ته د کرهڼي د وزارت له لورير په واک کي ورکړل سوي.
په سيمه کي هغه کسانو چي ياد توکي ئې ترلاسه کړل ول ډېر خوښ ښکارېدل او زياتول ئې چي نوموړي وچکالۍ او په دې وروستيو کي بيا سېلابونو ډېر ځپلي .
د دې ولايت د دارالانشاء رئېس او د ولايتي شورا رئېس بيا دا مرسته ډېره کمه بولي او وايي چي د زابل ولايت اوسېدونکي ډېر غريب دي او په وروستيو کي وچکالۍ او سېلابونو ځپلي دي.