کور / هستوي فزيک / آیا پوهیدئ ؟ دیارلسمه پرله پسې ځانګړې ګڼه

آیا پوهیدئ ؟ دیارلسمه پرله پسې ځانګړې ګڼه

•       چې د دیني حقوقو په چوکاټ کې اسلام دین میرمنو ته تر نورو ټولو دینونو
 زیات حقوق منلي دئ.
 •       چې په سعودی عربستان کې میرمنې د موټر چلولو لیسنس لرلای شئ خو موټر نشئ چلولای.
 •       چې لمړنی روغتون چې ښځینه ډاکټره یې په رسمی بڼه استخدام کړه یو اسلامی
 روغتون وؤ.
 •       چې د میرمنو ورځ په لمړی ځل د کال ۱۹۰۹ د فبروري په ۲۸ مه باندې د
 آمریکا متحده ایالاتو د ټولنپاله ګوند لخوا ولمانځل شوه.
 •       چې لمړی ناول له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله وروسته په جاپان کې د یوې میرمنې
 لخوا ولیکل شو.
 •       چې په کال ۱۸۹۳ کې نوی زیلانډ په لمړی ځل میرمنو ته په ټاکنو کې د ګډون
 اجازه ورکړه.
 •       چې په تجربي توګه د میرمنو عمر د نارینه په پرتله زیات ښودل شوی.
 •       چې په نړۍ کې تر اوسه پورې تر ټولو دوه لوړې ثبت شوې IQ ګانې د دوو میرمنو دئ.
 •       چې په نړۍ کې د جګړو، تیریو، تاوتریخوالو او بیځایه کیدو ۸۰٪ قربانیانې
 میرمنې دئ.
 •       چې دروندا په ۲۰۰۴ کال پارلماني ټاکنو کې ۴۸.۸٪ رایې میرمنو وړئ وې.
 •       چې په ۷۶ هیوادونو کې تر نیمایي زیاتې نجونه ښونځي ته د تګ آسانتیاوې نه لرئ.
 •       چې میرمنې د نړۍ یواځې ۱٪ ځمکې مالکانې دئ.
 •       چې په آسټرالیا کې د میرمنو د طلاق کچه ۴۳٪ ده.
 •       چې په کینیا کې ۳۸٪ میرمنې په کرهنیزو فارمونو کې کار کوئ او د حاصلاتو
 کچه یې د نارینوو په پرتله زیاته ده.
 •       چې په افریقا او آسیا کې هر کال نیم ملیون میرمنې د ماشوم د زوکړې پر مهال مري.
 •       چې د اندونیزیا نیمايی میرمنو لمړنی اولاد په ۱۷ کلنۍ کې پیدا کیږئ.
 •       چې په افریقا کې ۴۰٪ تر ۱۷ کلنو ټیټې نجونې د جنسي تیري ښکار شوې دئ.
 •       چې د هالیوډ یواځې ۵٪ فلمونه د میرمنو لخوا ډایرکټ شوئ.
 •       چې په چین کې یواځې ۳.۸٪ میرمنې سګرټ څکوئ.
 •       چې د نړۍ لمړۍ ولسمشره د ارجنټاین یوه میرمن مارما وه چې په ۱۹۷۴ کال
 کې واک ته ورسیده.