کور / راپور / ډنمارک:د بېکسيار د شاعرۍ په اړه غونډه جوړه سوه

ډنمارک:د بېکسيار د شاعرۍ په اړه غونډه جوړه سوه


دعبدالمالک بېکسيارشعري بېلګوته ځانګړې شوې ا ونيزه غونډه

دوتلي افغان پښتوشاعر ښاغلي عبدالمالک بېکسياردادبي – شعري وړتيا ددرناوي په پار دډنمارک په پلازمېنه کوپېنهاګن کې  فرهنګي غونډه جوړه شوه. 
  غونډه چې دډنمارک دشاعرانواوترانه ليکونکوکلوب  داونيزوفرهنګي غونډودلړۍ يوه کړۍ او دهمدغه کلوبغړوپه نوښت  دروان کال دمارچ پر۲۱مه، رابلل شوې وه ٬دا ځل دپښتو دنېکنومي شاعر عبدالمالک بېکسيار دشعر څوبېلګوته ځانګړې شوې وه.په دې غونډه کې ديادشوي کلوب  ديوشمېر غړو ډنمارکي فرهنګيانوترڅنګ ځينوډنمارکمېشتو افغان فرهنګيانو٬  د شاعردشعر مينه والواوله افغانستان اوځینواروپایي هیوادوراغلومېلمنوښاغلو: پوهنمل محمداسماعیل یون ٬ نجیب احمدزي٬ محمدامین باوري ٬ غلام حسن شوراومحمدعاشق غریب   هم ګډون درلود.
   دغونډې په پيل کې دډنمارک نامتو ترانه ليکونکي ښاغلي   اولاليله لوند  ګډونوالوته ٬ ترښه راغلاست ويلووروسته دغونډې هدفونه بيان کړل۰ورپسې يې ښاغلي بېکسيارته بلنه ورکړه چې خپل هغه شعرونه واوروي چې پخپله يې ټاکلي اوښاغلي لونديې په مرسته ډنمارکي ته اړولي وو۰  دغونډې دابرخه داسې سمبال شوې وه چې لومړی به ښاغلي بېکسيار خپل شعر ولوست بیابه ښاغلي لولنددهغه ډنمارکي بڼه ۰  په دې توګه دشاعر له څلورو چاپي غونډونو ٬ دسنځل ګل په  شپوکې ٬تيګا ٬ شينشوبي او ٬داته دکوموغرونوشوريې  ځنې ټولټال ۹نهه ټوټې شعرونه واورول شول ْ چې دغونډې ګډونوالو يې په تودوچکچکو هرکلې وکړ. 
  دشعرونوتر اورولو وروسته نومیالي لیکوال اوسیاستوال ښاغلي محمداسماعیل یون ته بلنه ورکړل شوه چې دغونډې په باب خپل لیدڅرګند کړي . نوموړي  په لنډه توګه د شعري هنر په باب خپل انددغونډې له ګډونوالوسره شریک کړ.  غونډه چې دماښام پر اته نیمې بجې پیل شوې وه دجادوګر غږي سندرغاړي ښاغلي انجينير محمدعیسی بهرام له خوادزړه راښکونکو سندرو په وړاندې کولو سره دشپې پر دولس بجې پای ته ورسېده.