کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان له ډنمارک څخه په ٨٩ منډو وګټله

کرکيټ: افغانستان له ډنمارک څخه په ٨٩ منډو وګټله

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي نن په دوبۍ کي د ډنمارک ملي لوبډلي ته په ٨٩ منډو ماته ورکړه.
د افغانستان ملي لوبډلي ډنمارک ته ١٧٣ منډي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو وټاکى، خو ډنمارک د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٨٣ منډي جوړي کړې.
د افغانستان له خوا کريم صادق په ٦٣ بالونو ٩١ منډي جوړي کړې او درې ډنمارکي لوبغاړي يې وسوځل، چي د نننۍ لوبي ستورى وبلل سو.
افغانستان وړمه ورځ پاپونيوګيني او پرون هالنډ ته هم ماته ورکړې وه او سبا به د نيپال په وړاندي ميدان ته راووزي.
د کرکيټ دغه لوبي له شاوخوا يوې اونۍ راهيسي په عرب اماراتو کي رواني دي چي دوه بريالي ټيمونه به يې د ٢٠١٢ کال په شل اووريزه نړۍ وال کپ کي د ګډون حق ترلاسه کړي.