په هالنډ کي د زنګاوات د پېښي پر ضد لاريون کيږي

د لراوبر اداره | مارچ 15th, 2012


يوې هالنډ مېشتي افغاني کلتوري ټولني پتېيلې ده چي نن د مارچ دمياشتي پر ۱۵مه
دچارشنبې ورځ د ماپښين پر څلورو بجو په کندهار کي د امريکايي پوځيانو لخوا د ښځو او
ماشومانو په ګډون د ډله ايزي وژني پر ضد سوله ايز لاريون وکړي . په هغه خبرتيا کي
چي د هالنډ په بېلابېلو سيمو کي خپره سوې ده د هالنډ مېشتو افغانانو څخه غوښتنه
سوېده چي په دې لاريون کي برخه واخلي .


د کندهار په پنجوايي کي د امريکايي پوځيانو لخوا د ۲۰ ولسي وګړو ډله ايزه وژنه


لاريون کوونکي نن ماپښين د ۳ بجو څخه تر څلورو بجو پوري د هالنډ په پلازمېنه
امستردام په زړه ( دام سکواير ) کي د زنګاوات د شهیدانو د تصويرونو سره راټوليږي ،
څلور بجې د دام سکواير څخه تر ( موزيم سکواير ) پوري لاريون کوي او هلته د امريکا د
سفارت مخته خپل پريکړه ليک اوروي .


د لراوبر سيمه ايز همکار به مو ددې لاریون له رپورټ څخه وروسته خبر کړي ، د
جزياتو لپاره وروسته لراوبر ويبپاڼه وګورئ .


Copyright Larawbar 2007-2024