کور / شعر / د پنجوايي د نه جبرانېدونکې پېښې په ياد

د پنجوايي د نه جبرانېدونکې پېښې په ياد

غزل
تر څو به دا تنکۍ، تنکۍ ځوانۍ د اور خوراک وي
تر څو به د باغوانه سرې غوټۍ د اور خوراک وي
 
تر څو به د ميرويس نيکه شمله په اور کې سوزي
تر څو به يې هر تار د شنې شړۍ د اور خوراک وي
 
تر څو به ستا پر کور دادې غمونو باران اوري
تر څو به د مورجانۍ هم سلګۍ د اور خوراک وي
 
تر څو به يې په وينو د خپل کور کونجونه سره وي
تر څو به يې پړوني او کوڅۍ د اور خوراک وي
 
تر څو به د کورونو دروازې په بم الوزي
تر څو به يې د کور خړه کونګرۍ د اور خوراک وي
 
تر څو به ارغنداب زياره زموږ په وينو مست وي
تر څو به په کې مستې شان هيلۍ د اور خوراک وي