کندهار: د ٢ ځانمرګو په ګډون ٣١ تنه ونيول سول
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د امنيت امر سمونوال رحمت الله خان اطرافي چي نن يي د ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي په يوه خبري غونډه کي خبري کولي وويل چي د تيرو دوو اونيو په جريان کي يي د کندهار په ښار او ولسواليو کي د دوو ځانمرګو په ګډون ٣١ تنه ژوندي نيولي او ٤ نور يي هم د جګړي پر مهال وژلي.
اطرافي د نني خبري ناستي پرمهال په پنجوايي والسوالي کي د يو امريکايي سرتيري لخوا د ٢١ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړول هم په کلکه سره وغندل او دا يي يو غيري انساني او غير مذهبي عمل وګاڼه.
نوموړي زياته کړه چي د تيرو دوو اونيو په جريان کي يي د يادو کسانو تر څنګ ١٠٠٠ کيلو ګرامه چاوديدونکي مواد، ٦٣کړۍ ماينونه، ٩ عدد ريموټ کنټرول، ٢٥٠ کيلو ګرامه امونيم نايتريت، ٥٠ کيلو ګرامه باروت، ١٠ ميله کلاشينکوف، ١ ميل پيکا، ٥٤ دانې لاسي بمونه، ١ چانټه، ١٠ فيره ٨٢ ميلي ميتري توپ مرمۍ، ٤٩ فيره د ټانک مرمۍ، ٢٠٠٠ فيره او ٤ صندوقه د سکيل مرمۍ، ٧٥ فيره د راکيټ مرمۍ، ١٨ شاجوران او ١٢٠٠ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ٤ راکيټ انداز، ٥ فيره د هاوان مرمى، ١ قطي د زکويک مرمى، ٢ فيره توغندۍ، ٢ فيره د توپ مرمۍ، ٢٤ عدده د ماين بيټرى، ٢٧ عدده برقي پټاقى، ١ ميل توفنګچه، ٣٠ ميتره لين، ١ برقي ماشين، ٨ پايي مخابرى، ٣٧٢١ تبليغاتي پاڼي او ١٠ کتابونه، ٦ عرادې موټرسيکلونه، ١ عراده مازدا موټر، ٣ عرادې تراکتورونه، ١٠٧٥٠ کيلوګرامه کيماوي مواد، ٦٥ ګرامه هيروين، او ٢٠٠ کيلو ګرامه تارياک د عملياتو او تلاښيو په ترڅ کي نيولي.
هغه همداراز زياته کړه چي ٧ نفره يي په جنايي جرمونو، او ١١ نفره يي د ٣٩٢٥ کيلو ګرامه او ٣٨ خلتو چرسو سره په تړاو نيولي او د کندهار ميشتو خلکو څخه يي مننه وکړه چي د دوى سره همکاري کوي او د دوى تر څنګ ولاړ دي.