کور / تازه خبرونه / زابل:د ولايت په کچه د زېږنتون جوړولو هڅي رواني دي

زابل:د ولايت په کچه د زېږنتون جوړولو هڅي رواني دي

د زابل ولايت د ښځو د چارو درئيسې په اند روغتيايي پروګرامونه له سترو لومړيتوبونو څخه شميرل کيږي  


کابل، افغانستان (د مارچ  ٣٠ مه ) –  د زابل ولايت د ښځو د چارو د رياست مشره زيار باسي څو د ښـځو لپاره په ځانګړې توګه د زيږون پرمهال لازمې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي. د شنبې په ورځ د ښځو د چارو د رياست مشرې د زابل ولايت د ولايتي بيارغونې د ډلې له چارواکو سره کار وکړ څو د ولايت په کچه د زيږون د روغتيا پالو ښځو د روزنې لپاره د روزنې يو ښوونځى يا روزنتون پرانيزي.  


کومه ستونزه چې هغه ورسره مخامخ ده  د تمويل يا پيسو د نشتوالي ستونزه ده. هغې وويل:” زما د ټولو هغو ښوونکو چې غواړم ويې روزم نوم لړ يا لست له ځان سره لرم ، خو د ښوونکو لپاره معاش او د زده کونکو د ګټې اخيستنې لپاره وسايل نشته”. هغې زياته کړه:” په افغانستان کې هيڅ څوک نه غواړي چې په وړيا توګه کار وکړي. زده کونکي چمتو دي ، روزونکي چمتو دي ، خو زه نشم کولاى چې هغوى ته د وسايلو او معاش ژمنه  وکړم”.  


د ښځو د چارو د مشرې موخه  داده چې د ٥٠ څخه تر ٦٠ پورې ښځې وروزي ، څو هغوي خپلو ولسواليو او کليو ته په ستنيدو سره وکولاى شي د مامور او ماشوم د مړينې د کچې د را ټيټولو په هيله نورې ښځې وروزي. هغې وويل هره ورځ تر څلورو پورې ښځې د زيږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ښځو لپاره د زيږون د روغتيا پالو د ټولګي تمرکز به د ولايت په هلوځلو وي.   


هغې وويل:” زه نه غواړم هيڅ کومې پروژې ته چې مو پخوا پيل کړې وې نظروکړم. زه غواړم هغې ښځې وټاکم چې غواړي د زابل ولايت لپاره کار وکړي; زه غواړم هغه ښځې غوره کړم چې کليو ته ولاړې شي او د خلکو لپاره کار وکړي. زه له هغوى څخه غواړم چې اوسنۍ او د نني عصر تجربې زده کړي. اوس مهال د پخوانيو او اوسنيو  درملو ترمينځ ډير توپيرونه موجود دي”.  


د ښځو د چارو مشره پلان لري چې د زابل له والي دلبرجان ارمان سره وګوري او همدارنګه د کلات د ولايتي روغتون له ډاکټرانو څخه وغواړي څو له والي سره د دې ښوونيز کورس يا ټولګي د اهميت په اړه خبرې وکړي.  


د زابل د ولايتي بيارغونې ډله يا پي آرټي دمګړۍ هڅه کوي څو له ټولګي سره د مرستې په موخه پيسې او وسايل پيداکړي.  


د زابل د پي آرټي کورني ډاکټر تورن جميز آرنولد وويل :” مونږ د ښځو د چارو د رياست له مشرې سره کار کوو ترڅو د زيږون د روغتيا پالو دا کورس پيل کړو”.


هغه زياته کړه: ” دوى تير کال څوځلې هڅه وکړه چې دا چاره د يوه ځل لپاره ترسره کړي خو بريالي نشول. زه فکر کوم چې دا پلا مونږ يو څه وړاندې يو او داځکه چې دا ځل داسې يوه ميرمن د ښځو د چارو د رياست مشري په غاړه لري چې ډيره فعاله ده او د والي لپاره کارکوي”.  


پلان دادى چې د زيږون د روغتيا پالنې د لومړنيو مهارتونو له ٦- تر ٨ اونيو کورس جوړ کړو. هغه وويل:” رحيمه ډيره فعاله ښکاري او غواړي چې له ما او زما له ښځينه ډاکټرې سره خبرې وکړي ، نو دا به ډير مونږ ته ډير ګټور تمام شي”. هغه زياته کړه: ” مونږ د شلو زده کونکو لپاره د کورس د پرانيستلو ډير سامان آلات لرو خو هغه غواړي چې د اپروګرام د ډيرو زده کونکو لپاره پيل شي. مونږ به له هغې سره کينو، مصرف به معلوم کړو او دا به معلوم کړو چې څرنګه کولاى شو له هغې سره په ښه توګه مرسته وکړو”.