له بلوچستان څخه تښتول سوي سويس اتباع خوشي سول.

رفيع الله مندوخېل | مارچ 15th, 2012


د پاکستان دپوځ وياند وايي چې طالبانو د سویس جوړه تر اتو میاشتو یرغمل وروسته خوشي کړې ده . نیول سوې سویسي جوړه د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزیرستان ميرانشاه کې له یوې پوځي تاڼې سره نږدې پرېښودل سوې ده .
ځيني رسنۍ بيا وايي، چې دغه جوړه د یرغمل کوونکو له منګولو تښتېدلې ده، خوپه پاکستان کې د سویس سفارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي .
دغه سويس جوړه د تېر مېلادي کال په جولايي مياشت کي د بلوچستان ايالت له بوري سيمې هغه مهال تښتول سوې وه، کله چې دوی له ډېره غازي خان څخه د سړک له لارې کوټې ته روان وو . د تښتونې پړه يې پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې وه .
راخلاص سويس اتباع د چورلکې په واسطه پېښور ته وړل سوي دي . چې د سويس رسنۍ يې په خلاصېدو خوښي څرګنده کړې ده .
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم دنامعلومه وسله والو له خوا يو شمېر بهرنيان تښتول سوي، چې ډېری اوس هم يرغمل دي .
د روان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کي په کوټه کي د سر صليب يو کارکوونکی خليل احمد وتښتول سو. په همدې مياشت کي په ملتان کي د يوې موسسې دوه کارکوونکي چې يو ايټالوی او بل المانی وو،و تښتول سول .
دغه راز په بلوچستان ايالت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ځايي مشرجان سلوکي هم تښتول سوی وو. د جان سلوكي د تښتول كېدو پړه بلوڅ وسله واله ډلې بلوچستان ليبرېشن يونايټيد فرنټ پر غاړه اخيستې وه .

Copyright Larawbar 2007-2024