بدخشان کې واوري ښویدنې د ۴ کسانوژوند واخېست

د لراوبر اداره | مارچ 18th, 2012


بدخشان ولایت نه په رارسیدلورپوټونوکې ویل شوي چې یوځل بیا په دغه ولایت کې سخته واوره اوریدلی چې له امله په ځینوسيموکې واوره ښویدلې اولاری تړل شوي.

بدخشان والی ویاند عبدالمعروف راسخ وايي دکوف په ولسوالۍ تیره شپه برف کوچ راغلې چې له امله یي څلورکسانوخپل ژوندله لاسه ورکړئ هغه وویل په مړوکې یوه ښځه او دری سړی شامل دی.

داپه داسې حال کې چې نږدی دوه اونۍ وړاندي په یاد ولایت کې ددرنو واورو اوریدنو اوښویدونوله امله لږترلږه ۱۴۶ تنوخپل ژوندله لاسه ورکړئ و.

Copyright Larawbar 2007-2024