په سلګونو شاګردانو ته قرطاسيه وويشل سوه
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د ژيړۍ په ولسوالي کي نن دوشنبه په سلګونو نارينه او ښځينه شاګردانو ته قرطاسيه او د لوبو سامان وويشل سو.
ژيړي د کندهار ولايت په غرب کي پرته ولسوالي ده او د کندهار د کليدي ولسواليو څخه شميرل کيږي .
١٨ ابتدايه ښوونځي لري چي ځيني يي د امنيتي ستونزو له امله تړلي وي او په دي وروستيو کي د ولسوال،محلي قومي مشرانو او سپين ږيرو په مرسته يوځل بيا ټولي ښوونځي د شاګردانو پر مخ خلاصي سوي چي د ٥٠٠٠ په شاوخوا کي نارينه او ښځينه زده کوونکي پکښي زده کړي کوي.
د ژيړي ولسوال حاجي نيازمحمد سرحدي نن شاګردانو ته د قرطاسيه ويشلو پرمهال وويل چي د قومي مشرانو او سپين ږيروپه هڅو او کوښښونو موږ ټول ښوونځى په ژيړي ولسوالي کي د شاګردانو پر مخ پرانستي اود يادو ښوونځيو شاګردانو دي ډول مرستو ته سخته اړتيا لرل او زياته يي کړه چي ياده مرسته د کندهار د بااحساسه او ملي سوداګرو لخوا ورسره سوي چي پکښي ١٤ قلمه قرطاسيه لکه قلم، پنسيل،کتابچي، رنګي اوداسي نور او دلوبوسامان موجود وو او نن يي ٢٥٠٠ نارينه او ښځينه شاګردانوته وويشل .
ښاغلي سرحدي د کندهار دملي سوداګرو څخه مننه وکړه چي د خپل وطن د بچو سره يي په داسي اړين وخت کي مرسته وکړه او پر نورو ملي سوداګرو يي ږغ وکړ چي هر وخت په کندهار کي د معارف د شاګردانو د حالاتو څخه ځان خبر کړى او ورسره اړوند مرستي وکړي.