هلمند: ولسي وګړو ، طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لراوبر اداره | مارچ 19th, 2012


په هلمند كې په بيلابيلوپيښوكې جګړه والو او ملکي وګړوته مرگ ژوبله واوښته


دهلمند ولايت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي د درو بېلابېلو پېښو په اړه خبره ورکړه سوی دی چي په لومړۍ هغه کي د هلمند په مارجې ولسوالى كې د يكشنبې په ورځ دووماشومانوچې د اتواولسوكلونوترمنځ عمرونه لري په يوه لاسي بم لوبې كولې چې نوموړى بم پرې چاوديدلى يوماشوم شهيد اوبل ټپي شوى دى.


بل پلوپه همدې ورځ په سنگين ولسوالى كې دريوتنوطالبانو غوښتل په لويه لارد تخريبي كړنوپه موخه ماينونه ځاى پرځاى كړي چې د ايساف ځواكونولخوا په نښه اودرى واړه ځاى پرځاى وژل شوي اوپه دې بريد كې بل چاته زيان نه دى اوښتى.


همدا رنگه په همدې ورځ د نوموړې ولسوالى امنيه قوماندان چې دوه ساتونكي يې هم ورسره دي غوښتل يې يوتن غل لښكرگاه ته وليږدوي چې ددې ولسوالى په اړوند سيمه كې ورباندې د ماين چاودنه رامنځ ته شوې اوپه پايله كې يې امنيه قوماندان اودوه ساتونكي ټپيان شوي اوغل په تيښته بريالى شوى دى.


د پيښې ټپيان د ايساف ځواكونولخوا روغتون ته ليږدول شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024