د پکتیا ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د لراوبر اداره | مارچ 17th, 2012


د پکتیا ولایت د افغانستان د جنوبي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د ننګرهار ولایت، لویدیځ ته یې د پکتیکا او غزني ولایتونه، جنوب ته یې خوست ولایت او د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتنو قبایلو سیمې او شمال ته یې د لوګر ولایت موقعیت لري.
 
د پکتیا ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 899,200 په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د ګردیز ښار دی او په مرکز سربیره 10 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له زرمت، سیدکرم، څمکني، ځاځي، وزې ځدراڼ، ډنډوپټان، لجه احمدخیل، جاني خیل، شواک او رود احمدآباد څخه عبارت دي.
 
د پکتیا په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
د  پکتیا  په ولايت كې په ټولیزه توګه 298 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 273 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 15 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 12 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه)  8 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 2 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي.
 
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 182,085 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 2,699 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  9,223 تنه د سواد د زده كړې په 384 بابه كورسونو كې د 280  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د پکتیا په ولايت كې د 11,839,507 امريكايي ډالرو په ارزښت 116 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 78 پروژې بشپړې شوې او 38 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د پکتیا ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 1,343 تنه وو او په 1389 کال کې له پکتیا څخه 659 تنه زده فارغان د هیواد د لوړو زده کړو موسساتو ته بریالي شول چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د پکتیا په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د میزونو او چوکیو لږوالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…

Copyright Larawbar 2007-2024