کور / نوميالي / ټاګور

ټاګور

د نړۍ مشهور شاعر ،نامتو  ډرامه لیکونکی  د ستاینې وړ مفکر چې اصلي نوم یې  رابندر نات ټاګور دی نړیوال شهرت لري . ټاګور په کال ۱۸۶۱ م کال د مۍ په اوومه نیټه د کلکتې په ښار کې زیږیدلی دی دده کورنۍ د علم او هنر له امله په بنګال کې نوم درلود د هند او هندوییزم زړو ارزښتونو ته یې تل په درنه سترګه کتل اود خپلو نیکونو له علمي ادبي او هنري میراثونو څخه یې پوره استفاده کړې ده له دې کبله د ټاګور په شخصیت کې  زاړه کړه وړه او نوی ښایست دواړه لیدل کیږي  ختیځ له زړه دردوونکي رنګ سره د لویديځ ادب او هنر ښکلا هم شته د پراخ نظر او بې تعصبه ټاګور په باره کې :سنډرلین: په خپل کتاب کې داسې لیکي :اوسني هندوستان  کې  له ډاکټر ټاګور نه پرته بل څوک نشته چې زمو ږ پوهې قبولې کړي او د خپل تاریخي ملک شې پوهې یې پر موږ پیرزو شي : ټاګور د لندن له سفر څخه وروسته د شیلډا په کلي کې دبیوزلو بزګرو لوږې او د لوڅو لپړو مزدورانو محرومیتونه په خپلو سترګو لیدلي وو د اروپا او امریکې د ملیتونو او د کلکتې د سوداګرو استمثار یې هم حس کړی وو .د غو متضادو  مهمو تجربو او مشاهدو د ټاګور شخصیت ته اولسي رنګ ورکړ  په اثارو کې یې د ختیځ ادب د نا امیدیو له سوز سره د لویدیځ ادب د امید یو ساز هم مل شو د ټاګور ډرامې څومره چې په هندوستان او نور و ختیځو هیوادو کې د خلکو خوښې وې هومره یې په لویدیځو هیوادونو کې هم د خلکو زړونه وړي وو  . په تیره بیا په شوروي اتحاد ، یوګوسلاویا ،امریکا او انګلستان کې دده ډرامو زیات شهرت وموند همدغه شهرت ددې باعث شو چې د لویدیځ خلکو د ختیځ شیکسپیر وباله و هندوانو د (ګروه دو) نوم پرې کیښود  چې د (ګران مرشد)مانا لري .همدارنګه د ټاګورد ادبي مقام په باب د هندوستان د ښوونې او روزنې وزیر پورفیسور همایون کبیر لیکلي دي :ټاګور هغه شاعر او لیکوال دی چې لږ شاعران به دکمیت له مخې دده په شان اثار ولري .ده تر زرو زیات شعرونه او تر دوه زره زیاتې ترانې ویلي دي همدارنګه  دده نکلونه ،ډرامې ،رومانوننه او تحقیقي مقالې او رسالې یې هم ډیرې دي . د کیفیت له مخې د ټاګور اثار په ډیره لوړه درجه کې دي . دنړۍ ډیر لږ لیکوالان به دادب  دغه حد ته رسیدلي وي :.


په همدې ټوګه د ټاګور د شاعري په باب  احسان طبري لیکلي دي :کومو شاعرانو چې د هندوستان د ویښتیا او انقلابي فکر د راوستو د پاره کار کړی دی په هغو کې به د ټاګور نوم همیشه  په عزت اخیستل کیږي : ده د یو عادي ناظم او سازنده له حیثیت څخه یووار  ځان وویست او د یو داسې پیغام وړونکي  په توګه د هندوستان جامعې ته راغی له ژبې څخه یې  د لفظونو په ځای اور شیندل کیده .دده هنر او ادب هغه لمبې ولګولې چې زموږ د هندوستان د خلکو خامې وسپنې په  کې ټولې لو لپه شوې :په هر ډول ټاګور نه یواځې د ادب د میدان میړنی وو بلکه په موسیقي او تمثیل کې یې هم د ډیرو څخه  میدان وړی وو .څه شی چې ټاګور ته یې نړیوال شهرت ور په برخه کړ هغه دده مشهور اثر (ګیتا نجلي)وو چې د نوبل جایزه یې وړې ده .دا چې د هندوستان  دغه نړیوال ګرځنده شاعر مصور ممثل او مفکر چې (رومن لال)د خپلې زمانې افلاظون بللی وو دکال ۱۹۴۱ کال د اګست په اوومه د یو اتیا کالو په عمر ومړ او نوم یې دداسې ادیب او فنکار په توګه د نړۍ په تاریخ کې پاتې شو چې تر ډیرو پورې به یې  هندوستان په نوم ویاړي